د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د شينجيانګ د استوګنځايونو او ښارونو د ابادۍ ادارې خبر ورکړ، چې له تېرو څلورو کلونو راهيسې ، په شينجيانګ کې ٤٨٠٠٠٠٠ کسان د استوګنځايونو د جوړولو په اړه د حکومتي پروژې په پلې کېدو سره نويو کورونو ته کډه شوي دي.
د ٢٠١٤ کال تر پايه پورې د شينجيانګ په نوموړۍ پروژه کې تر ٩٨ مليارډو ٦٠٠ مليونو يوانو زياتې پانګې اچول شوي او په دغو پانګو سره تر ١٢٦٠٠٠٠ زيات کورونه جوړ شوي اوله ١٢٣٠٠٠٠ څخه زياتو کورونو جوړونه بشپړه شوې ده.
له ٢٠١١ کال راهيسې، په شينجيانګ کې هغه زلزله چې کچه يې تر ٥ درجې زياته وه، ٢٠ ځله رامنځته شوې او ان په ٧.٣ درجه زلزله کې هم نوموړو کورونو ته کوم زيان نه دی رسيدلی.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |