CRI Online

د چين بهرنيو چارو وزرات له خوا د چيني او بهرنيو خبري رسنيو ناسته

cri     (GMT+08:00) 2015-07-06 17:44:13

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين بهرنيو چارو وزارت د جولان په ٦مه نېټه د چيني او بهرنيو خبري رسنيو ناسته جوړه کړ چې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال چنګ ګو پينګ د بريکس هېوادونو د مشرانو په ٧مه ناسته کې او د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو د مشرانو شورا په ١٥مه غونډه کې د ګډون لپاره د روسيې اوفا ته د رئيس شي جين پينګ د سفر په اړه معلومات خبريالانو ته ورکړل او پوښتنو ته يې ځوابونه ورکړل.

ښاغلي چنګ ګو پينګ دې ته اشاره وکړه چې د بريکس هېوادونو ګډې ګټې د زياتېدو په حال کې دي او خپلمنځني همکاري د پياوړتيا په حال کې دی، د بريکس هېوادونه د نړيوال اقتصاد د پرمتخګ، د نړيوال اقتصاد د اداري بشپړتيا او د نړيوالو اړيکو د ديموکراسۍ د هڅونې په برخو کې مهم رول لوبوي. د بريکس هېوادونو مشران به په يو لړ غونډونو کې د خپلمنځې همکارۍ او د علاقه وړ نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه د نظريو تبادلې وکړي او د اوفا اعلاميه به خپره کړي.

هغه زياته کړه چې د شانګهای د همکارۍ سازمان د جوړېدو د ١٤کلونو راهيسې د غړيو هېوادونو ترمنځ ستراتيژيکې همغږي، متقابل اعتمااو همکاري پياوړې کړې، د سيمه ييز امنيت او ثبات او د ګډ پرمختګ د چټکوالي يو مهم ځواک ګرځېدلی دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای