د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ورېښمو لارې د خوراکونو د دوهمې دورې نړيوال نندارتون به د جولای په دوهمه نيمايي کې د شينجيانګ په ارومچي ښار کې پرانيستل شي او د ورېښمو لارې پر غاړه د څه باندې څلوېښو هېوادونو او سيمو تر څلور سوو زياتې تصدۍ به په دغه نندارتون کې د څه باندې ٥٠٠ غرفيو په نيولو سره بېلابېل خوندور خوراکونه نندارې ته وړاندې کړي. اوس د دغه نندارتون د ټکټونو د خرڅلاو چارې په رسمي توګه پيل شوې دي .
د شينجيانګ د نړيوال نندراتون مرکز د نړيوالو چارو ادارې مشر او هم د نوموړي نندارتون مسئول جاو شو پينګ وايي، دغه نندراتون په عمده توګه د منځنۍ اسيا، منځني ختيځ، جنوب ختيځې اسيا سوداګرو ته بلنه ورکوي. (زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |