CRI Online

شي جين پينګ د هند له لومړي وزير نارندرا مودي سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2015-07-09 09:23:58

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په اتمه نېټه د روسيې په اوفا ښار کې د هند له لومړي وزيرنارندرا مودي سره وکتل.

رئيس شي جين پينګ په خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې د روان کال په مې مياشت کې چين او هند د خپلمنځي ستراتيژيکو اړيکو د ټينګښت په اړه موافقې ته رسېدلي. د دواړو خواوو تر ګډو کوښښونو لاندې، زموږ موافقې د تطبيق په حال کې دي. هغه دې ته هم اشاره وکړه چې چين او هند د برېکس هېوادونو فورم کلک ملاتړ کوونکي او فعال جوړونکي دي، دواړه هېوادونه بايد د برېکس هېوادونو تر منځ د همکاريزو اړيکو د لا نور ټينګښت او د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي.

ښاغلي مودي وويل اوس د هند او چين تر منځ اړيکې د ښه پرمختګ په حال کې دي او په دې وروستيو کلونو کې د دواړو هېوادونو تر منځ همکارۍ هم مخ په پراخېدو دي. هند د چيني تصديو هر کلی کوي چې په دې هېواد کې پانګونې وکړي. هند غواړي له چين سره ستراتيژيکی تبادلې او همغږی پياوړې کړي او د بريکس هېوادونو فورم په چوکاټ کې له چين سره همکاري لا نوره نږدې کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای