CRI Online

شي جين پينګ د جنوبي افريقا له ولسمشر جاکوب زوما سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2015-07-09 15:22:20

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په نهمه نېټه د روسيې په اوفا ښار کې د جنوبي افريقا له ولسمشر جاکوب زوما سره وکتل.

رئيس شي جين پينګ وويل اوس د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې د تاريخ په ډېره ښه زمانه کې دي. په ډېرو ساحو کې د دواړو خواوو همکارۍ ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. چين غواړي له جنوبي افريقا سره همکاري نوره پراخه کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته لا زياتې ګټې ورسوي. سږ کال د چين او افريقا د همکاريز فورم د جوړېدو له پنځلسمې کاليزې سره برابر دی، د دې فورم د ګډو رئسيه هېوادونو په توګه چين او افريقا غواړي د سږنۍ کلنۍ غونډې د ښه ترتيباتو لپاره په ګډه کوښښونه وکړي.

ښاغلي زوما وويل د جنوبي افريقا او چين تر منځ اړيکې د متقابل اعتماد پر بنسټ ولاړې دي. د سمندري اقتصاد، پولي چارو، کرهنيزو چارو، سيلانۍ او انرژۍ په شمول برخو کې د دواړو خواوو تر منځ همکارۍ روانې دي. جنوبي افريقا د بريکس هېوادونو تر منځ د همکارۍ له پياوړي کولو سره موافقه کوي تر څو نوي بازاري هېوادونه او پرمختيايي هېوادونه د خپلو ګډو ګټو د ساتلو توان لوړ کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای