د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ١٠مه نېټه د روسيې په اوفا کې د پاکستان له صدراعظم نواز شريف سره وکتل.
شي چين پينګ وويل، چې د چين او پاکستان ترمنځ اقتصادي دهليز د يو کمربند او يوې لارې مهمه برخه ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو تر دايمي ټينګښت پورې تړاو لري. د سږ کال په اپريل کې پاکستان ته زما د سفر راهيسې يوه ډله پروژې په رسمي توګه پرانيستل شوې چې دا د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز د عملي پړاو د پيل نښه ده.چين د دولتي امنيت د ساتلو په برخه کې د پاکستان د هلو ځلو ټينګ ملاتړ کوي او غواړي چې په اړوندو برخو کې د پاکستان د توان د لوړوالي لپاره مرستې برابرې کړي.
شي جين پينګ زياته کړه چې چين د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې د پاکستان د شاملېدو هرکلی کوي او د افغانستان د سوله ييز بهير لپاره د پاکستان د خدمتونو ستاينه کوي، چين هيله لري چې له پاکستان سره په ګډه د افغانستان د ملي پخلاينې او دولتي سولې په پوره کولو کې فعال رول ولوبوي.
شريف وويل، پاکستان د يو کمربند او يوې لارې په اړه د چين د غوښتنې او د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې بانک او د ورېښمو لارې صندوق ملاتړ کوي. پاکستان له چين سره د سيمه ييز امنيت او ثبات د ساتنې په برخه کې ګډې ګټې لري او غواړي چې له چين سره د افغانستان د سوله ييز بهير د هڅولو لپاره ګډې هڅې وکړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |