د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د شينجيانګ د بېلا بېلو ځايونو ځايي حکومتونو د روژې په مياشت کې د توليداتو او په مذهبي ځايونو کې د برېښنا او د څښاک اوبو تضمين کړی، له مذهبي شخصيتونو او مسلمانانو څخه يې د حال احوال پوښتنې کړې، څو چې مسلمانان په ښه ډول د روژې مياشت تيره کړي.
د اروموچي ښار د شوې مه ګيو سيمې د قبيلي او مذهبي چارو بيورو له حلال شويو خوراکونو څخه څارنه کوي. موشا تهتي چې هره ورځ په جومات کې لمونځ کوي، خبريال ته وويل، د جومات ډول ډول خوراکونه ډېر پاک دي. حـکومت د خوراکونو امنيت ساتلی دی او موږ له دوی څخه مننه کوو.
د روژې په مياشت کې، د جنوبي شينجيانګ د پيشان په ولسوالۍ کې د ريکتر په کچه شپږ اعشاريه پنځه درجې زلزله وشوه چې له امله يې درې سوه او څلور جوماتونه په بېلا بېلو برخو کې ويجاړ شوي دي. د ختن سيمه ييز حکومت د ويجاړ شويو جوماتونو د امنيتي حالاتو په اړه جدي پلټنه وکړه او پنځه دېرش زره مسلمانان يې په لنډ مهالو مذهبي ځايونو کې ځای پر ځای کړي دي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |