د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د بهرنيو بازارونو د اړتياوو د کموالي، په صادراتو کې د سيالۍ ځواک د کمزوروالي او د لويو شيانو د بيو د ټيټوالي تر اغېزو لاندې، د سږ کال په لومړۍ نيمايي کې بهر ته د شيجيانګ د صادراتو ارزښت دری څلوېښت مليارډه يو سلو دوه نوي مليونه يوانه و چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله اته ويشت اعشاريه نهه سلنه کم شوی، خو د پام وړ ده چې د شيجيانګ او روسيې ترمنځ سوداګري د چټک پرمختګ په حال کې ده.
د اروموچي ښار د ګمرک د شمېرنې له امخې، د سږ کال په لومړۍ نيمايي کې د شينجيانګ او روسيې ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت دوه مليارډو يوانو ته رسيدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله څلوېښت اعشاريه پنځه سلنه زيات شوی. بر سيره پر دې، پاکستان، ايران او افغانستان ته د شينجيانګ د صادراتو د زياتوالي انډول په جلا جلا توګه پنځه ويشت سلنه، څلور اويا اعشاريه څلور سلنه او دری څلوېښت اعشاريه اته سلنه و.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |