د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، څو ورځې مخکې دوو سوو تنو مسافرينو د لومړی الوتکې له لارې له لان جو او اورموچي څخه حرکت وکړ او د روسيې سټ پيټرسبورګ ته ورسېدل. د لان جو، اورموچي او سټ پيرټرسبورګ ترمنځ هوايي کرښه د چين د لويديځو ښارونو او د اسيا او اروپا ترمنځ درېيمه نړيواله هوايي کرښه ده چې اورموچي د دغو کرښو محور دی.
په راتلونکي کې به مسافرين په مستقيمه توګه له اورموچي نه سټ پيرټرسبورګ ته سفر وکړي او يوازې پنځو ساعتونو ته به اړتيا ولري. د سږ کال په پيل کې د چين د ملکي هوايي چارو ادارې د يو کمربند او يوې لارې د ستراتيژۍ سره سم د شينجيانګ د ملکي هوايي چارو د پياوړتيا په اړه يو لړ وړانديزونه خپاره کړل او له هوايي شرکتونو څخه يې غوښتنه کړې وه چې د اورموچي له لارې منځنۍ، لويديځې او جنوبي اسيا او اروپا ته هوايي کرښې پرانيزي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |