د چين د سيلانۍ ادارې مشر لي جين زاو د جولای په ٢٠ مه نېټه له شينجيانګ سره د مرستو په کاري غونډه کې وويل، چې د يو کمربند او يوې لارې د ستراتېژۍ په پلې کېدو سره د روان کال له پيل راهيسې شين جيانګ ته د چيني او بهرنيو سيلانيانو شمېر په چټکۍ سره زيات شوی دی. د سږکال په لومړۍ نيمايي کې شينجيانګ ته د چيني سيلانيانو شمېر ١٥٦٨٠ زرو تنو ته رسيدلی او دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ١٥.٨٪ زيات شوی دی، دغه راز شينجيانګ ته د بهرنيو سيلانيانو شمېر ٦٧٠ زرو تنو ته رسيدلی او دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٧.٨٪ زيات شوی دی.
همدارنګه لي جين زاو زياته کړه چې د تاريخي او طبيعي وجو له امله د شينجيانګ د سيلانيزو چارو پرمختګ لاهم په لومړي پړاو کې دی. په راتلونکي کې به د شينجيانګ د سيلانيزو چارو د تبليغاتو لپاره زياتې هڅې وشي او په شينجيانګ کې به د ورېښمو لارې د سيلانۍ لپاره زياتې هوايي کرښې پرانيستل شي، ترڅو شينجيانګ د ورېښمو لارې د سيلانۍ مهم هدف وګرځي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |