د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، له تازه شمېرنې څخه ښکاري چې تر اوسه پورې د چين په شينجيانګ کې يو زر اوه سوه شپږويشت مستمري خونې جوړې او دوه پنځوس زره يو سلو دری اتيا کټونه ورته برابر شوي دي، د مستمري خدمتونو هغه سيستم په لومړنۍ ډول اباد شوي چې راز راز خدمتونه لري او د ښارونو او کليو زاړه خلک ترې ګټې اخلي.
د شمېرنې له مخې د ٢٠١٣ کال تر پايه پورې د شيجيانګ په کليوالو سيمو کې د هغو زړو شمېر له يو مليونه درې سوه زرو تنو نه زيات و چې منځنی عمر يې له ٦٠ کالو څخه لوړ و. د زړو کسانو د زياتوالي په وړاندې شينجيانګ په تېرو مسلسلو کلونو کې د مستمري څانګو د ابادولو په برخه کې ګڼ شمېر پيسې لګولې دي. د شينجيانګ د ملکي چارو ادارې اړوند مسئول وويل، شيجيانګ د ٢٠١٠ کال راهيسې د دری مليارډه دوه سوه نهه ويشت مليونو يوانو په لګولو سره پنځه سوه او څلور مستمري خونې جوړې کړې.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |