د سين هوا اژانس د خبر له مخې:د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې د جولای په ٢٧مه نېټه اعلان وکړ چې له دې امله په دې وروستيو ورځو کې د شينجيانګ د پي شان په ولسوالۍ کې زلزله وشوه، په دې ولسوالۍ کې د بنسټيزو تأسيساتو د بيا ابادۍ لپاره ياده کميټه د ٥٠ مليونو يوانو په ارزښت پانګه ورکوي.
د روانې مياشتې په ٣مه نېټه د شينجيانګ د ختن سيمې په پي شان ولسوالۍ کې د ريکتر په کچه ٦ اعشاريه ٥ درجې زلزله وشوه چې له امله يې ٣ تنه مړه شول،٢٦٣ تنه نور ټپيان شول او ٣٠٠ زره کورونه يې ويجاړ کړل.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |