CRI Online

د چاغوالي د مخنيوي په باب څه معلومات او د سهار ورزش په هکله يو لړ تجويزونه

cri     (GMT+08:00) 2015-07-29 15:20:50

په خوله خو د کار او ورزش نوم اخيستل اسان دي، خو په عمل کې د ځان کړاو او تکليف دي چې ډېر خلک ور ته زړه ښه نه کوي او د کار او ورزش په وخت کې ور باندې لټۍ او ناراستۍ غلبه کوي. ځيني خلک غواړي چې د ډوډۍ د لږ خوړلو او د خوب د کمولو له لارې خپل وزن کم کړي، خو دغه کار نه يوازې دا چې د چاغتوب مخه نه نيسي، بلکې انسان ته زيان هم رسوي. نو بايد وويل شي چې د چاغوالي د مخنيوي لپاره جسماني کار او ورزش تر ټولو موثره لار ده. په دې هکله د هر يو چاغ سړي او ښځې لپاره يوه بله ښه او موثره طريقه دا ده چې هره ورځ يوه مسافه لار په منډو ووهي او دغه مسافه يوه ورځ تر بلې ورځې ورو ورو زياته شي، تر څو وکولای شي چې د خپلې منډې وهلو د لارې مسافه لس کيلو مترو ته ورسوي او خپل دغه ورزش ته دوام ورکړي. په اتمه پېړۍ کې د فرانسې يو نامتو ډاکتر ويلي و چې تر يوې اندازې پورې ورزش د هر ډول دوا پر ځای استعمالېدای شي. خو دواګاڼې د ورزش ځای نه شي نيولای. له واقعيتونو او تجربو څخ ثابته شوي چې ورزش نه يوازې چاغتوب کموي بلکې ډنګرتوب هم له منځه وړي او د ورزش له لارې ډنګر سړي د غښتلو او موزونو غړو څښتن کېږي چې جسمي او روحي حال يې په پوره ډول ښه وي. نو که هره ورځ د څو کيلومترو په مسافه منډه ووهل شي، بدن به مو په ثابت ډول روغ پاتې شي او خپله روغتيا به په خپله تامين کړي. که پر له پسې مڼده وهل در باندې در نه تمامېږي او يا مو لټۍ او بې کارۍ په مخه واخلي او درې ورځې منډې ووهي او په څلورمه ورځ يې پرېږدي، د ورزش ګورتوب له منځه ځي او منډې به مو بې ځايه وهلي وي.

لږ وخت دمخه په بېجينګ کې يو داسې بدمرغه پېښه رامنځته شوه چې يو سپين ږيری د سهار د ورزش په وخت کې ناڅاپه مړ شو. خبريال له روغتيون څخه خبر واخيست چې په دې وروستيو وختونو کې د هغو زړو کسانو شمېر چې د سهار په ورزشونو کې ناڅاپه په ناروغ شوي، لږ څه زيات شوی دی. د اړوندو کارپوهانو په نظر د سهار له ورزش دمخه دې لږ څه ډوډۍ وخوري. خو ځيني زاړه کسان غواړي چې د سهار تر ورزش وروسته د سهار ډوډۍ وخوري. اړوند ډاکتر وايي له دې امله چې د شپې په وخت کې ټوله غذا په بدن کې هضمېږي، بايد په سهار کې د بدن اړونده غذايي اړتيا پوره شي، که د اړتيا وړ ډوډۍ و نه خوري، دا به د ورزش په وخت کې د زړه او د ماغد رګونود ناروغۍ سبب شي. بله خبره دا ده چې يو شمېر زاړه کسان دا عادت لري چې سهار وختي ورزش کوي. خو د علمي څېړنې له مخې ښه به دا وی چې د لمر تر رامنځته کېدو وروسته په ورزش پيل شي. ځکه په ټوله شپه کې د انسان په شاوخوا هوا کې ډېر زيات رسوونکي او ککړ شوي مواد راغونډ شوي او د لمر تر رامنځته کېدو وروسته په هوا کې د نوموړو خرابو موادو تر رقيق کېدو او تجزيې وروسته د هوا کيفيت ښه کېږي. که چېرې په داسې ورځو کې باد او باران نه وي، نو د لمر له رامنځته کېدو دمخه په سهار کې ورزش و نه کړي. بله د توجه وړ خبره دا ده چې د سهار ورزش دې لومړی د خپل بدن له روغتيا سره سم تر سره کړي. که صحت مو دومره ښه نه وي لکه په ساړه وهلو، ټوځي کولو او يا نورو ناروغيو اخته ياستي، بايد د سهار ورزش و نه کړي. برسېره پر دې، که د شپې په وخت کې مو خوب نه وي کړي، هم ښه به دا وي چې د سهار په ورزش کې برخه وانه خلي. د اړوندو ډاکترانو په نظر ښه به دا وي چې په يوه اوونۍ کې د څلورو يا پنځو ورځو لپاره ورزش او د دوو ورځو لپاره تفريع وکړي چې دا د خلکو د روغتيا لپاره ګټه لري.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای