CRI Online

د سبزيو خوړلو په هکله يو لړ تجويزونه

cri     (GMT+08:00) 2015-07-29 15:31:04

ټولو ته معلومه ده چې خوراکونه د انسان پر روغتيا باندې ستر اغېزه لري چې په دې برخه کې سبزي مهم مقام لري. سبزي د خوراکونو د رنګا رنګ کولو، د غذايت زياتولو، د ناروغيو مخنيوي او د روغتيا ساتنې لپاره نه اټکل کېدونکی رول لوبولای شي. نو بايد له علمي نظره د سبزيو خوړلو ته زياته پاملرنه وکړو. لومړی دا سمه نه ده چې ټول سبزي اومه خوړل کېږي. ولې؟ علت يې دا دی چې په ځينو سبزيو کې د اکسيجن د ترکيب مقامتي عنصر او حتی زهرجن خاصيت موجود دي. نو که داسې سبزي اومه وخوړل شي، صحت ته به زيانونه ورسوي.

دوهم په خپله خوښه وحشي سبزي مه خوري. په دې هکله بايد دې ته متوجه شي چې زياتره وحشي سبزي يخ خاصيت لري او لږ شمېر يې زهر هم لري، نو که دغسي وحشي سبزي وخوړل شي، معدې ته به زيان ورسوي او حتی د مسموميدو سبب به شي.

درېيم د سبزيو ساتل او پخول. په دې هکله د توجه وړ خبره دا ده چې تازه سبزي د ډېر وخت لپاره ذخيره نه کېږي او له پخولو مخکې يې په پاکو اوبو ومينځي. ځکه د اوږد وخت تر ساتلو وروسته به په تازه سبزيو کې موجود غذايي مواد له لاسه ورکړي شي، په بل عبارت که چېرې د تازه سبزيو له پخولو مخکې پاک و نه مينځل شي، په سبزيو باندې شيندل شوي کيمياوي سرې او درمل به په پوره توګه له منځه لاړ نه شي او د دغه ډول سبزيو خوړل د انسان روغتيا ته ضرر رسوي. بله د پام وړ خبره دا ده چې د تازه سبزيو د پخولو په وخت کې اور او د پخولو وخت بايد کم او برابر وي او اور باندې پاخه شي چې نه ډېر نرم او نه سخته وي. ځکه په هغو سبزيو کې چې په زيات وخت او قوي اور باندې پاخه شي، په سبزيو کې موجود بېلابېل ويتامينونه او معدي مواد يې چې د انسان روغتيا لپاره ګټور دي، په پوره توګه به له منځه ولاړ شي. دغه راز د سبزيو پخولو په وخت کې زيات غوړي مه استعمالوي. ځکه که د اوږد وخت لپاره زيات غوړي لرونکي سبزي وخوري، دا به د لوړ فشار او يا د چاغوالي د ناروغتيا سبب شي.

څلورم د چين د عنعنوي طب له نظره بېلا بېل سبزي په يخ، سوړ، برابر او تود خاصيت ويشل کېږي او پکې موجود غذايي مواد هم يو شان نه دي. مثلا په شين رنګ سبزيو کې موجود ويتامينونه نسبتا زيات دي، په ژيړ رنګ سبزيو کې موجود ويتامين ای لږ څه زيات دي، په سور رنګ سبزيو کې موجود معدني مواد او اوسپنه نسبتا زياته ده. نو له دې امله د روغتيا ساتنې لپاره بايد تر وسې پورې ډېر قسمونه سبزي وخوري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای