CRI Online

د افغانستان حکومت ملا محمد عمر مړينه تائيد کړه

cri     (GMT+08:00) 2015-07-30 16:03:48

د افغانستان د ملي امنيت ادارې وياند د جولای په ٢٩مه نېټه خبري رسنيو ته وويل د طالبانو مشر ملا محمد عمر د ٢٠١٣ کال په اپريل مياشت کې د پاکستان د کراچۍ په يوه روغتون کې مړ شوی دی.

په همدې ورځ د افغانستان، پاکستان او بريتانيي څو خبري رسنيو هغه خبر خپور کړی چې د افغانستان د طالبانو مشر ملا محمد عمر دوه يا دري کاله مخکې د ناروغۍ له امله مړ شوی دی، خو د طالبانو وياند سمدلاسه دغه خبر رد کړ. د افغانستان د ولسمشر اشرف غني د وياند مرستيال ظفر هاشمي مخکې هم څرګنده کړې وه چې د افغانستان حکومت د ملا محمد عمر د مړينې په اړه راپور تر لاسه کړی دی، خو تر اوسه دغه خبر نه تائيدولی شي او نه يم هم ردولی شي چې ملا عمر مړ شوی يا نه. وياند هاشمي وويل اړوند خبرونه د ملا عمر د مړينې په اړه نه شي تائيدولی، حکومت به په دی هکله تر وسی پورې دقيقه ارزونه وکړي.

خو د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د يوې اعلاميې په خپرولو سره دا تصديق کړ چې د افغانستان د طالبانو مشر ملا محمد عمر د ٢٠١٣ کال په اپريل مياشت کې د ناروغۍ له امله د پاکستان د کراچۍ په يوه روغتون کې مړ شوی و.

په واقعی توګه په دې وروستيو کلونو کې د ملا عمر د مړينې په هکله ګنګوسي په بېلا بېلو بڼو خپرې شوې چې مخکې داسې خبرونه هم خپاره شوي و چې ملا عمر په پاکستان کې په بريد کې وژل شوی، او د بل خبر له مخې ملا عمر د طالبانو په دننه کې د خپلمنځي لانجې له امله وژل شوی. په دې وخت کې چې د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازيو تر منځ د سولې خبرو اترو دويم پړاو به پيل شي، د ملا عمر د مړينې خبر خپېږي. څيړونکو په اند له دې امله چې د طالبانو په دننه کې د سولې خبرو اترو په هکله توپيرونه څرګند دي، نو ښايي چې د ملا عمر د مړينې خبر خپرېدل د سولې خبرو اترو د بهير ګډوډولو په موخه وي.

ځايي خبري رسنيو د طالبانو د جګ پوړي مامور په قول وويل ملا محمد عمر په طبيعی ډول مړ شوی، له دې او وروسته د طابانو په دننه کې دوې ډلې رامنځته شوې چې د نوي مشر په توګه يې يوه د ملا عمر د زوي پلوي کوي او بله يې د طالبانو د سياسي مشر اختر محمد منصور ملاتړ کوي چې د طالبانو او د افغانستان د حکومت تر منځ د سولې خبرو اترو هڅونه وکړي. د جولای په اوومه نېټه د افغانستان د حکومت او د طالبانو تر منځ د لومړي پړاو خبرې اترې پای ته ورسيدې، له دې وروسته په ١٥مه نېټه د طالبانو په ويبپاڼه کې د ملا عمر د اختر پيغام خپور شو چې په کې ويل شوي وو، ملا عمر د سولې خبرو اترو ملاتړ کوي او د خبرو اترو چارو د اداره کولو لپاره د طالبانو ځانګړي سياسي دفتر جوړ شوی دی. خو خبري رسنيو په دې شک درلود چې دغه اعلاميه د ملا عمر لخوا نه وه، څرنګه چې دغه اعلاميه د پخوا په شان نه وه او تصوير او اواز يې هم نه درلود، نو امکان شته چې بل چا د ملا عمر په نوم په کتبي ډول يوه اعلاميه خپره کړې وی تر څو د ملا عمر د مړينې راز پټ وساتل شي.

له هغه وورسته چې پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان تيری وکړ، ملا محمد عمر له زده کړې لاس واخيست او په جګړه کې يې برخه واخيستله. هغه د پخواني شوروي اتحاد له پوځ سره د جګړی په ترڅ کې څو څو ځلې ټپي شوی او ښۍسترګه له لاسه ورکړه. وروسته ملا عمر د القاعدې ډلې له مشر بن لادن سره ملګړه جوړه کړه او له دې وروسته په ٢٠٠١ کال کې د امريکا په مشرۍ افغانستان کې جګړه پيل شوله. د امريکا کانګرس د ملا عمر د نيولو لپاره د لس مليونو امريکايی ډالرو جايزه وټاکله، خو د افغانستان د طالبانو حکومت له ړنګېدو وروسته ملا عمر ځان پټ کړ. لږ تر لږه پنځو کلونو کې ملا عمر په ښکاره ډول د عامو خلکو په وړاندې څرګند نه شو. وروستی ځل څه موده مخکې د ملا عمر په نوم يوه اعلاميه کې ويل شوي وو چې هغه د سولې له خبرو اترو سره مخالفت نه لري.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای