ګډون کوونکي په غونډه کې
د سلام چين خپرونې د پرانيستې غونډه د جولای په ۳۰مه نېټه د کابل په کانټنېنټل هوټل کې تر سره شوه. په افغانستان کې د چين د لوی سفير دنګ شي جون، د افغانستان د اطلاعاتو او کولتور وزارت نشراتي مرستيال زردشت شمس، د افغانستان د مخکني ولسمشر دفتر رئيس عبدالکريم خرم، د افغانستان د خبريالانو ټولنې مشر عبدالحميد مبارز، د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د درېيم سياسي رياست رئيس سلطان احمد بهين، د چين نړيوالې راډيو د پښتو څانګې مشر احمد زلمی، د کابل نيوز تلويزيون مشر غلام جيلاني ځواک او د سپوږمۍ راډيو مشر حميد ناصري په شمول څه باندې څلوېښت چيني او بهرنيو استازو په دغه غونډه کې ګډون کړی و.
د معلوماتو له مخې، د سلام چين خپرونې به د جولای له ۳۰مې نېټې څخه د هرې شپې په اتو بجو او پنځوسو دقيقو د کابل نيوز له لارې خپرېږي. دا لومړی ځل دی چې د چين د کولتور په اړه د مستندو ويډيوګانو لړۍ په پښتو ژبه جوړېږي او په افغانستان کې خپرېږي.
د چين لوی سفير دنګ شي جون د وينا پر مهال
د اطلاعاتو او کولتور وزارت نشراتي مرستيال د وينا پر مهال
د سي ار ای راډيو د پښتو څانګې مشر احمد زلمی د وينا پر مهال
ټول ګډون کوونکي
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |