CRI Online

د چين د لوېديځې سيمې د پرمختګ پلان په اړه ١٨٠٠ تنه داوطلبان شينجيانګ ته تللي

cri     (GMT+08:00) 2015-07-31 13:10:30

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جولای په دېرشمه نېټه د چين د لوېديځې سيمې د پرمختګ پلان په اړه ١٨٠٠ تنه  داوطلب محصلين چې له اوه ويشتو ولايتونو څخه راغلي، په داوطلبو خدمتونو کې د ګډون لپاره د شينجيانګ بېلا بېلو سيمو ته تللي.

د مالوماتو له مخې، د ٢٠١٥ کال د لوېديځې سيمې د پرمختګ پلان د شينجيانګ پروژې دفتر په ټول هېواد کې ١٨٠٠تنه محصلين داوطلبان جلب کړي چې دغه شمېر د پخوا په پرتله تر ټولو زيات دی. د شينجيانګ د تاريخ، اقتصاد، کولتور او ثابتې اوضاعو په شمول د مالوماتو تر روزنې وروسته به دغه داوطلبان د شينجيانګ په اته شپېتو ولسوالو او ښارونو کې د ښوونې، طبي چارو، کرهنيزو چارو او حقوقي مرستو په شمول څوارلسو خدمتي پروژو کې کار وکړي.

د لوېديځې سيمې د پرمختګ پلان په ٢٠٠٣ کال کې پيل شو او تر اوسه پورې څه دپاسه يوولسو زرو داوطلبو محصلينو په شينجيانګ کې خدمتونه ترسره کړي دي. په دې جمله کې څه دپاسه څلور زرو داوطلبانو د خدمتي وخت تر پای ته رسېدو وروسته په شينجيانګ کې کارونه پيدا کړي او د شينجيانګ د پرمختګ او جوړنې برخه کې د استعداد لرونکو کسانو يوه مهمه ډله بلل کېږي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای