CRI Online

بېجينګ ژمنه کوي چې د اولمپيک ځلانده ژمنۍ لوبې به وړاندې کړي

cri     (GMT+08:00) 2015-07-31 15:24:12

د جولای په ٣١مه نېټه به د اولمپيک نړيواله کميټه په ١٢٨مه عمومي غونډه کې د رايې ورکولو له لارې د ٢٠٢٢ کال د اولمپيک ژمنيو لوبو کوربه ښار الماتا او يا هم بېجينګ وټاکي. بېجينګ او جانګ جيا کو له تېرو ٢ کلونو راهيسې د دې لوبو د کوربتوب حق د ګټلو لپاره کارونه تر سره کړي.د بېجينګ پلاوي پر دې ټينګار وکړ چې بېجينګ ښار د خپلې ژمنې د پوره کولو لپاره غښتلی توان لري.

د لوبغاړيو په مرکز،دواملرونکي پرمختګ او له سپما څخه د اولمپيک ژمنيو لوبو جوړېدل د بېجينګ ښار ٣ نظريې دي.د بېجينګ پلاوي د چاپيريال د ساتنې څانګې مشر فانګ لي وويل چې بېجينګ ژمنه کوي چې د اولمپيک ژمنيو لوبو لپاره به پاکه هوا برابره کړي.

(اواز ١)

د اولمپيک ژمنيو لوبو د جوړېدو له لارې به د بېجينګ او جانګ جيا کو ايکولوژيکي چاپيريال په چټک ډول ښه شي،د ايکولوژيکي چاپيريال د ساتنې معيار به لا لوړ شي او د چاپيريال د ساتنې په اړه د خلکو نظر به هم پياوړی شي.

ښاغلي فانګ لي وويل چې که په بريالۍ توګه د لوبو کوربتوب حق تر لاسه کړي،بېجينګ ښار به ژمنه وکړي چې د ٢٠٢٢ کال د اولمپيک ژمنيو لوبو په وخت کې به د ټولو لوبغاړيو او ګډون کوونکو روغتيا وساتل شي.

د بېجينګ پلاوي د ماليې او د بازار د پرمختګ څانګې مشر جو شينګ وويل چې د دې لوبو بوديجه به يو مليارډ او ٥١٠ مليونو امريکايي ډالرو ته ور سېږي.

(اواز ٢)

د چين د اقتصادي پرمختګ بنسټ ډېرپياوړی دی،دا زموږ له خوا د اولمپيک ژمنيو لوبو د بوديجې بنسټ دی چې عمده سرچينه دې بازاري پرمختګ دی او د اقتصادي بنسټ ملاتړ ته اړتيا لري.

د باسکټبال مشهور مبصر شيو جي چنګ وويل

(اواز ٣)

د ځينو ښارونو مسؤلينو وويل چې د سپورټي ډګر او استوګنځايونو ترمنځ واټن يوازی ٣٥ کيلو متره دی،خو زموږ د پلان له مخې،دغه واټن يوازې ٥٠ متره دی.دغه راز د موټرونو انرژۍ به هم سپما شي.

د جانګ جيا کو ښاروال هو ليانګ وويل چې د بېجينګ او جانګ جيا کو ژمنه د نړيوال سپورټي ګډې ټولنې له تخنيکي معيار سره سمون لري.

(اواز ٤)

زما په اند زموږ د واورو اندازه کافی ده .له ٢٠ کلونو راهيسې په جانګ جيا کو کې د سکي وهلو لوبې تر سره کېږي چې د واورو اندازه يې هر کال په منځنۍ توګه له ٦٠ سنتي مترو څخه تر يو متر پورې وي.

ښاغلي هو ليانګ زياته کړه

(اواز ٥)

غواړم يو خبر ورکړم چې نه يوازې د اولمپيک ژمني لوبې به جوړ شي، بلکې په جانګ جيا کو کې به د سکي وهلو چارې هم په ښه توګه پرمختګ وکړي،دا د بازار انتخاب دی.

د بېجينګ پلاوي د سرمنشي مرستيال جاو اينګ ګانګ وويل(اواز ٦)

په دې وروستيو ورځو کې په چين کې د واورو په اړه د لوبو د پرمختګ سرعت چټک شوی دی،په تېره بيا بېجينګ ښار او هه بې ولايت.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای