CRI Online

د ژمنيو اولمپيک لوبو د کوربتوب حق د غوښتلو په اړه د بېجينګ پلاوی بيرته راستون شو

cri     (GMT+08:00) 2015-08-03 08:55:35

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ٢٠٢٢ کال د ژمنيو اولمپيک لوبو د کوربتوب حق د غوښتلو په اړه د بېجينګ پلاوی چې د چين د صدراعظم مرستياله ليو يان دونګ په مشری دی، د اګست په دوهمه نېټه بيرته بېجينګ ته راستون شو او تود هر کلی يې وشو.

مېرمن ليو يان دونګ په هوايي ډګر کې وويل زموږ پلاوي په برياليتوب سره د کمونيست ګوند، دولت او خلکو لخوا ورکړل شوې دنده ترسره کړه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ موږ ته د مبارکۍ پيغام راکړ او پکې يې د ژمنيو اولمپيک لوبو د کوربتوب حق د تر لاسه کولو په اړه مبارکی وويله او په ښه توګه د دغو لوبو د ترسره کولو په اړه يې هيله وښودله.

د بېجينګ د ګوندي کمېټې رئيس ګوه جين لونګ په هوايي ډګر کې د ياد پلاوی تود هر کلی وکړ او له ټولو هغو ملګرو څخه يې مننه څرګنده کړه چې د دغو ژمنيو اولمپيک لوبو د کوربتوب حق له غوښتونکي دفتر څخه يې ملاتړ کړی و.

د اولمپيک نړيوالې ټولنې د جولای په يودېرشمه نېټه د ماليزيا په کوالامپور کې اعلان وکړ چې بېجينګ د ٢٠٢٢ کال د ژمنيو اولمپيک لوبو کوربتوب حق تر لاسه کړ. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای