CRI Online

لکترونيکي تجارت د کليوالو سيمو اقتصادي ودې ته نوی خوځنده ځواک وربخښلی

cri     (GMT+08:00) 2015-08-03 14:28:49

په دې وروستيو کلونو کې د چين په ځينو کليوالو سيمو کې الکترونيکي تجارت ډېر پرمختګ موندلی او له دې امله د بزګرانو د ګمارنو او عايداتو په برخو کې د پام وړ ښه والی راغلی دی. د چين نړيوالې راډيو خبريالانو په دې وروستيو ورځو کې د چين د شان دونګ ولايت د هه ځه ښار د څاو ولسوالي له دا جي علاقدارۍ څخه کوم چې د انټرنيټ له لارې دنندارې لپاره د ماشومانو جامو د معاملې مرکز بلل کيږي، ليدنه وکړه او په دې ځای کې يې د الکترونيکي تجارت د سترې ودې په اړه معلومات ترلاسه کړل.

((اسلام عليکم! اليسدرو، تاسې اوس وخت لرئ که نه؟ زه به د اګست په ٢٤ مه نېټه له تاسو سره وګورم..............))

سون لې د دا جي علاقدارۍ د سون جوانګ کلي اوسيدونکی دی،هغه همدا اوس له يوه برازيلي ملګري سره د نمايشي جامو د پلورلو په اړه تليفوني خبرې وکړې.

سون لې ٢٨ کلن دی ، لس کاله دمخه هغه له خپلې کورنۍ سره يوځای برازيل ته تللی او هلته د لمر ضد عينکو په شمول د ځينو چيني تجارتي توليداتو د پلورلو له لارې خپل ژوند پرمخ بيايي. د ډېرو کلونو د کوششونو له لارې سون لې د برازيل ګرين کارټ اخيستی او کلنی ګټې يې هم شاوخوا ٢٠٠ زره يوانو ته رسيږي. تېر کال هغه ټاټوبي ته ستون شو او د ډېرو هېوادوالو په شان يې په انټرنيټ کې د نمايشي جامو يو دوکان پرانيست.

د سون جوانګ کلي ګوندي مشر سون شيو پينګ خبريالانو ته وويل، ٢٠١٣ کال دمخه کليوالو په عمده توګه په ښارونو کې د کار او يا په ټاټوبي کې د کرکيلې په وسيله ژوندتېراوه . له ٢٠١٤ وروسته په دې کلي کې الکترونيکي تجارت ډېر چټک پرمختګ وموند. سږکال د دغه کلي په ټولو ٤٦٠ کورنيو کې ٣١٠ کورنيو په انټرنيټ کې دوکانونه پرانيستي او د جامو ١٦ شرکتونه يې جوړ کړي دي چې پکې د دوو شرکتونو د معاملې ارزښت ان له ٥ مليونو يوانو څخه هم اوښتی اوله دې لارې ١١٠٠ تنو ته روزګار هم پيدا شوی دی. اوسمهال د دغه کلي په ٢١٧ بې وزليو کورنيو کې ٤٦ کورنۍ شتمنې شوې دي. ښاغلي سون شيو پينګ وويل، له برازيل څخه دغه کلي ته له ستنېدو وروسته سون لې ښه سوداګري کړې او کلنۍ ګټې يې تر يو مليون يوانو څخه هم زياتې شوې دي.

لوړپوړي څېړونکي چن ليانګ وويل، په ٢٠١٤ کال کې د چين په ډېرو کليوالو سيمو کې الکترونيکي تجارت ستر پرمختګ کړی او اوسمهال د هغو کليو شمېر ٢٠٠ ته رسيدلی چې کلنی تجارتي ارزښت يې تر لس مليونو يوانو څخه زيات شوی دی. څېړونکي چن ليانګ په دې اړه وويل:

((د بېلګې په توګه د روان کال په لومړۍ ربعه کې د چين په جه جيانګ ولايت کې د هغو کليو شمېر چې تجارتي ارزښت يې له دوه مليونو پنځوس لکو يوانو څخه اوښتی ، ٢٤٧ ته رسيدلي دي. اټکل کيږي چې سږکال به په ګرد هېواد کې د هغو کليو شمېر چې کلنی تجارتي ارزښت يې تر لس مليونو يوانو څخه زيات شي، شپږو اوو سوو ته ورسيږي.

د چين حکومت د کليوالو سيمو د الکترونيکي تجارت د پرمخ بيولو لپاره ډېرې هڅې کړې دي. د چين د سوداګرۍ وزارت وياندې شن دان يانګ وويل،

((مرکزي حکومت د کليوالو سيمو د الکترونيکي تجارت پرمختګ ته ډېره پاملرنه کوي او تراوسه پورې يې د هېواد د ٢٦ منځيو او لويديځو ولايتونو٢٢٠ ولسواليو ته د دريو مليارډو اوو سوو مليونو يوانو په ارزښت مالي مرستې برابرې کړې دي. په کليوالو سيمو کې الکترونيکي تجارت ځوانانو ته د ګمارنې لازيات فرصتونه برابر کړي او بزګرانو ته يې زياتې ګټې هم رسولې دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای