CRI Online

وانګ يي: چين تل د جنوبي سمندر په اړه پر پنځو استقامتونو ټينګار کړي.

cri     (GMT+08:00) 2015-08-04 08:45:49

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اګست په درېيمه نېټه په سينګاپور کې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د جنوبي سمندر مسئله د چين او د جنوب ختيځي اسيا د هېوادونو د ټولنې ترمنځ مسئله نه ده، نو دغه مسئله د دواړو خواوو ترمنځ پر عمومي همکارۍ باندې اغيزه نه لګوي. دغې مسئلې ته بايد په مناسبه سترګه وکتل شي. اوسمهال چين او دغه ټولنه د دغې مسئلې د حلولو لپاره د دوو پټليو افکار ټاکلی دی. يعنې اړوند هېوادونه دې د خبرو اترو له لارې توپير ليری کړي، د دې ترڅنګ چين او دغه ټولنه دې په ګډه د جنوبي سمندر سوله او ثبات وساتي. دواړو خواوو د دغې مسئلې په اړه د سلامشورو نظام هم جوړ کړی دی، کوم چې د جنوبي سمندر د اړوندو خواوو د عملي اعلاميې په اړه له عالي رتبه غونډې او د جنوبي سمندر د عملي مقرراتو په اړه له ګډ کاري ګروپ څخه عبارت دی. اوسمهال دغه نظام په عادی توګه روان دی او نوې لاسته راوړنې يې تر لاسه کړي دي. چين تل د دغې مسئلې په اړه پر پنځو استقامتونو ټينګار کړي، کوم چې د جنوبي سمندر پر سولې او ثبات ټينګار کوي، د خبرو اترو له لارې دې لانجې ليرې شي، د مقرراتو او نظام څخه دې توپير ليری شي، په جنوبي سمندر کې دې هوايې ازادي وساتل شي او د همکاريو له لارې ګډې ګټې وساتل شي. وزير وانګ يې بيا تائيد کړه چې اوسمهال د جنوبي سمندر حالات ارام دي، چين به د دغو ثابتو حالاتو د ساتلو لپاره زيار وباسي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای