د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر بارک اوباما د اګست په درېيمه نېټه د پاک برېښنايي پلان وروستۍ لايحه خپره کړه. د دغې لايحې معيار د ککړو شويو شيانو د ايستنې په برخه کې لوړ دی، د پلان د پلې کېدو په باره کې يې د مختلفو ايالتونو عمل غبرګېدونکی دی او د دواملرونکو انرژو څخه يې د ملاتړ قوت هم قوی دی.
د م م سرمنشي بان کي مون د دغه پلان لوړه ستاينه وکړه او نوموړي به د اګست په څلورمه نېټه په واشنګټن کې له ولسمشر بارک اوباما سره هم وګوري. د بان کي مون وياند په درېيمه نېټه وويل، چې له دغه پلان څخه د ګردې کرې د اقليم بدلون د مخنيوي په اړه د امريکا ټينګ هوډ څرګندېږي. دغه راز، د دغه پلان پر رڼا کې به پيسې سپما شي او اقتصاد به پياوړی شي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |