CRI Online

د ماليزيا او فرانسې استازيو د الوتکې د پيدا شوې ټوټې د تائيدولو په اړه بحث وکړ

cri     (GMT+08:00) 2015-08-04 09:14:43

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ماليزيا پلاوي د اګست په ٣ مه نېټه په پاريس کې له فرانسوي استازيو سره د هغې الوتکې د پيدا شوې ټوټې د تائيدولو په اړه بحث وکړ چې د فرانسې په ليل دي لا ريونيون ټاپو کې تازه پيدا شوې ده. په عين وخت کې موريس خبر ورکړ، چې پوليس به د سمندر پر غاړه پرتو سيمو کې د MH370 الوتکې د نورو ټوټو د پيدا کولو په اړه خپلې چارې رواني وساتي.

د ماليزيا د ملکي هوانوردۍ ادارې رئيس عبدالرحمن د پنځه کسيز پلاوي په مشرۍ په ٣ مه نېټه په پاريس کې له ځايي قاضيانو، د فرانسې د امنيتي پلټونکې ادارې او ژاندارمانو له استازيو سره د هغې پيدا شوې ټوټې د تائيدولو په اړه چې په ليادي لاريونيون ټاپو کې تازه پيدا شوی،د تړلې دروازې تر شا سلامشورې وکړې.

د نوموړې پيدا شوې ټوټه به په ٥ مه نېټه د فرانسې په بارماک کې وڅېړل شي ، ترڅو تائيد شي چې دغه پيدا شوې ټوټه د بوين ٧٧٧ الوتکې دي او يا هم د ماليزيا هوايي شرکت په MH370 الوتکې پورې اړونديږي. (زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای