CRI Online

د اسرائيلو امنيتي څانګې د لومړی يهودي ترهګر ونيو.

cri     (GMT+08:00) 2015-08-04 09:16:53

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اسرائيلو عمومي امنيتي ادارې شينبيت د اګست په درېيمه نېټه د دغه هېواد د ملي دفاع وزير د حکم سره سم د لومړی يهودي ترهګر او د ښی لاسي افراطي مير عتينګير ونيو. د يهودي افراطي سازمان په اړه يې ورڅخه پوښتنې او ګرويږنې وکړې. د معلوماتو له مخې، مير عتينګير غوښټل چې د فلسطينيانو په مقابل کې يو لړ بريدونه وکړي، څو چې د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ حالات تريڼګلي کړي او د اسرائيلو حکومت له پښو غورځوي.

د اسرائيلو کابينې د اګست په دوهمه نېټه پريکړه وکړه چې د توقيف کولو په شمول د يهودي افراطي عناصرو په مقابل کې فعاليتونه تر سره کړي. د دغې پريکړې سره سم، د اسرائيلو امنيتي څانګې د محاکمې نه پرته په مستقيمه توګه شکمن کس بندي کړي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای