د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي بانکي مون د اګست په ٣ مه نېټه وويل، چې له ٢٠١٥ کال وروسته د پرمختيا اجنډا په اړه موافقې ته د بېلابېلو خواوو رسيدل د نړيوالې ټولنې لخوا د يوه مهم پورته شوي ګام استازيتوب کوي، اوس موږ بايد د اړوندو پلانونو د پلي کولو لپاره ضمانت ورکړو.
بانکي مون په همدې ورځ خبري رسنيو ته د وينا کولو په ترڅ کې وويل، ٢٠١٥ کال بايد عملياتي کال وي. له ٢٠١٥ کال وروسته د پرمختيا اجنډا په اړه موافقې ته رسيدل د بېلابېلو خواوو د ګډو کوششونو نتيجه ده او يو ارزښتناک بهير هم دی. دا اجنډا له خلکو څخه غواړي چې د انسانانو د ګټو د ساتلو په موخه دې د ځمکې کره ښه وساتي.
همدارنګه بانکي مون زياته کړه، چې دغه اجنډا د زريزې پرمختيا موخو پر بنسټ جوړه شوه او پکې ١٧ پرمختيا موخې ټاکل شوي چې دا زموږ د عملياتو لپاره لارښوونکی رول لري.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |