CRI Online

جان کيري : امريکا به له خليج سره خپلمنځي اړيکې پياوړې کړي

cri     (GMT+08:00) 2015-08-04 14:26:05

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري د اګست په درېيمه نېټه د قطر په پلازمينه دوحا کې د خليج عربي هېوادونو د بهرنيو چارو له وزيرانو سره خبرې اترې وکړې او و يې ويل، چې امريکا به د خليج له عربي هېوادونو سره خپلمنځي اړيکې لاپياوړې کړي او ژر به پر دغو هېوادونو وسلې وپلوري.

کيري له خبرو اترو وروسته د قطر د بهرنيو چارو له وزير خالدبن محمد سره په يوه ګډه مطبوعاتي غونډه کې وويل، امريکا به د خليج له هېوادونو سره مرسته وکړي تر څو د توغنديو پرضد سيسټم بشپړ کړي، مشخص ځواکونه به وروزي، د استخباراتو تبادله به وکړي او ګډ پوځي تمرينونه به ترسره کړي.

کيري د ايران د اټومي پروګرام پر سر د تړون په اړه وويل، چې دغه تړون به د ايران د اټومي وسلو د پرمختيا مخه ونيسي، امريکا د هغو عملياتو د مخنيوي توان لري کوم چې سيمه ييز ثبات خرابوي. همدارنګه کيري زياته کړه، چې د سوريې بحران دې د سياسي لارو چارو له لارې حل شي، دا د پوځي چارو له لارې نه حل کيږي.

خالد بن محمد وويل، نه يوازې د ايران ، بلکې د منځني ختيځ د ټولو هېوادونو د اټومي وسلو پرمختيا بايد محدوده شي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف هم په ٣ مه نېټه په جلاجلا توګه له الاتيا ، کيري او د سعودي د بهرنيو چارو له وزير احمد الجبيرسره خبرې اترې وکړې او ورپسې يې په يوه مطبوعاتي غونډه کې" اسلامي دولت" ډله د منځني ختيځ تر ټولو لوی ګواښ وبلله.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای