CRI Online

تر ٢٠١٥ کال وروسته د پرمختګ اجنډا په رښتينی توګه د بشريت استازيتوب کوي

cri     (GMT+08:00) 2015-08-04 15:44:54

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د م م عمومی منشي بان کي مون د روانې مياشتې په درېيمه نېټه وويل چې تر ٢٠١٥ کال وروسته د پرمختګ اجنډا چې د بېلا بېلو هېوادونو استازو له خوا تازه جوړه شوې، يو داسې سند دی چې د بشريت استازيتوب کوي او موخه يې د هر يوه هېواد د وروسته پاتی کېدو مخنيوی دی.له دې نه مخکې د دې اجنډا په هکله خبرو اترو کې د بېلا بېلو هېوادونو استازو پردې موافقه وکړه چې تر ٢٠٣٠کاله پورې د داملرونکی پرمختګ اجنډا به د م م د عمومي اسامبلې له خوا د سپتمبر په مياشت کې د م م د پرمختګ سرمشريزې غونډې ته وړاندې شي او په دې غونډه کې به په رسمي توګه تصويب شي.

د دې اجنډا تر جوړېدو وروسته په دوهمه ورځ کې بان کي مون د دې خبرو اترو د ګډې همغږي کوونکې او د م م د سيستماټيک پرمختګ په هکله له مامورينو سره خبريالانو ته د دې سند تفصيلات څرګند کړل.

بان کي مون وويل، دا يوه داسې جنډا ده چې د بشريت استازيتوب کوي. هغه وويل

(اواز..........) دغه اجنډا په رښتينی توګه د بشريت استازيتوب کوي او هم يوه داسې نقشه ده چې موخه يې د نړيوالې بې وزلۍ له منځه وړل او د ښه ژوند برابرول او په پرمختيايي بهير کې د ټولو هېوادونو ګډون کول دي.په دې سند کې هم غوښتنه شوې چې د بشريت لپاره زموږ ځمکه ترميمه شي.

په دې اجنډا کې د دواملرونکي پرمختګ ١٧ موخې شاملې دي او د چاپيريال ساتنې،اقتصادي پرمختګ او ټولنيزې ترقۍ له څو ساحو څخه عبارت دي.دا د م م د جوړېدو له اويايمو کلونو راهيسې د لومړي ځل لپاره د م م د ټولو غړو هېوادونو له خوا تر لاسه شوې ګډې نظريې دي او د نړيوالې ټولنې له خوا د زيريزې موخې دوام هم دي.

د دې خبرو اترو ګډې همغږي کوونکې او په م م کې د کينيا استازې کاماو وويل چې د دې موخې د تر سره کېدو له امله د م م او د نړيوال څو اړخيز جوړښت لپاره نوی خوځنده ځواک راوستلی دی.کاماو وويل (اواز...........) بېلا بېل هېوادونه بايد پردې ووياړي.ټول هېوادونو او ملکي سازمانونو په تېرو دريو کلونو کې د دواملرونکي پرمختګ د موخې او د پرمختګ اجنډا د جوړېدو په باب بحثونه کړی دی.موږ په دې پوه شوو چې دغه اجنډا به د م م او څو اړخيز جوړښت لپاره نوی خوځنډه ځواک زيات کړي او نړيوالو ته به ګټې ورسوي.

په عين وخت کې بان کي مون هغه هيله وښودله چې دغه سند به د روان کال په پای کې د پاريس په اقليمي غونډه کې د نوی اقليمي تړون د لاسليکولو لپاره زمينه برابره کړي.هغه وويل (اواز............)د دواملرونکي پرمختګ په هکله د خبرو اترو د نړيوالې ټولنې کوښښونه به د پاريس په اقليمي غونډه کې دوام ولري.د بېلا بېلو هېوادونو مشرانو ژمنه وکړه چې په دې غونډه کې د نړيوال اقليمي بدلون تړون لاسليک کړي.موږ کولی شو چې د نړيوالې بې وزلۍ د له منځه وړلو لومړی نسل وګرځو او په عين وخت کې به د نړيوال اقليمي بدلون د منفي اغيزو د پای ته رسيدو وورستی نسل شي.

بان کي مون د روان کال په پای کې د پاريس د اقليمي بدلون په غونډه کې د نوي تړون د لاسليکېدو لپاره مثبت پرمخبيونکی دی کوم چې تر ٢٠٢٠ کال وروسته به له نړيوال اقليمي بدلون سره د مقابلې اجنډا جوړه شي او اړونده موخه به وټاکل شي.

په دې خبرو اترو کې د چين د رول په هکله په م م کې د چين د دايمي استازي مرستيال وانګ مين وويل چې چين په دې خبرو اترو کې رغنده رول لوبولی دی او په فعاله توګه يې خپل لايحه وړاندې کړې او د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د يووالي او د ګډو ګټو د ساتلو لپاره ګډې هڅې کړې او کوي يې.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای