د چين خبري اژانس د خبر له مخې، د افغانستان حکومت د اګست په درېيمه نېټه خبر ورکړ، چې د طالبانو د پخواني مشر ملاعمر زوی وژل شوی دی، خو طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره نوموړي خبر رد کړ.
د افغانستان د ولسي جرګې لومړي مرستيال ظاهر قدير په همدې ورځ رسنيو ته وويل چې د ملاعمر زوی ملا يعقوب تېره اوونۍ په پاکستان کې وژل شوی دی. ظاهر قدير داهم ويلي چې د طالبانو په منځ کې سختې شخړې موجودې دي، د ملا يعقوب وژنه ښايي له دې سره تړاو ولري.
د افغانستان د استخباراتو ادارې يوه چارواکي په ٣ مه نېټه خبر ورکړ، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په پاکستان کې د طالبانو په منځ کې درې ځلې جګړې رامنځته شوې دي، د طالبانو د نوي مشر ملا اختر محمد منصور د مرستيال کاروان هم له بريد سره مخ شوی دی.
خو طالبانو وويل، د ملا عمر زوی ژوندی دی او موږ له هغه سره په اړيکه کې يو. د حکومت چارواکو د طالبانو په منځ کې د ګډوډۍ د رامنځته کولو په موخه دروغجن خبر ورکړی دی.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |