CRI Online

د چين سوداګرۍ وزارت: هيله ده چې د ارام سمندر هاخوا ته د ستراتيژيکي اقتصادي او دوستانه اړيکو تړون خلاصه رويه او شفافيت وساتي.

cri     (GMT+08:00) 2015-08-04 15:38:20

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د ارام سمندر هاخوا ته د ستراتيژيکي اقتصادي او دوستانه اړيکو تړون په اړه د وزيرانو په کچه غونډه څو ورځې مخکې په امريکا کې پای ته ورسېده، خو لا هم وروستی تړون نه دی لاسليک شوی. د چين د سوداګرۍ وزارت وياند شن دان يانګ د اګست په ۴مه نېټه په دې اړه وويل، چې چين تل د دغه تړون په اړه خبرو اترو ته پاملرنه کوي او اوس مهال د دغو خبرو اترو په اړه ارزونه روانه ده.

د معلوماتو له مخې، دغه تړون په ارام سمندر او اسيايي سيمه کې د ازادو سوداګريزو سيمو په اړه ډېرو مهمو خبرو اترو کې يو دی او په دې سيمه کې په ګڼ شمېر مهمو اقتصادي ډلو پورې اړه لري. د بريټانيې د ليوټرس اژانس د خبر سره سم، د ارام سمندر څخه چاپير د بېلا بېلو هېوادون د سوداګرۍ وزيرانو د جولای په ۳۱مه نېټه له دغه تړون سره موافقې ته ونه رسيدل. د موټرونو د تجارت په برخه کې د جاپان او شمالي امريکا ترمنځ توپير شته، نوي زيلاندد شيدو د سوداګرۍ په برخه کې پر خپل دريځ ټينګار کوي او د نويو درملو د انحصاري وخت په اړه لانجه هم شته. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای