CRI Online

د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين او د ورېښمو لارې پر غاړه پرتو هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکارۍ ښې روانې وې

cri     (GMT+08:00) 2015-08-04 15:58:57

د چين نيوز اژانس د خبر له مخې، د چين د سوداګرۍ ورازت د اګست په ٤ مه نېټه وويل، چې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين او د ورېښمو لارې پر غاړه پرتو هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکارۍ تر اټکل ډېرې ښې پر مخ روانې وې .

د سوداګرۍ وزارت وياندې شن دان يانګ په همدې ورځ په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د ورېښمو لارې پر غاړه د پرتو هېوادونو ٩٤٨ تصديو په چين کې د درې مليارډو ٦٧٠ مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت پانګې اچولې دي، دغه دواړه شمېرې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په جلاجلا توګه ١٠.٦٢٪ او ٤.١٥٪ زياتې وي دي.

چيني تصديو د سينګاپور، اندونيزيا، لاوس،روسيې، قزاقستان او تايلند په شمول د ورېښمو لارې پر غاړه ٤٨ پرتو هېوادونو کې د ٧ مليارډو ٥٠ مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت پانګونه کړې ده او دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٢٢٪ زيات شوی دی.

دغه راز د روان کال په لومړۍ نيمايي کې چين او د ورېښمو لارې پر غاړه پرتو هېوادونو ترمنځ تجارتي ارزښت ٤٨٥ مليارډو ٣٧٠ مليونو امريکايي ډالرو ته رسيدلی او دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٨.٤٪ ټيټ شوی دی.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای