CRI Online

افغان کرکټ ملي لوبډلې به د بشپړ غړیتوب لرونکو هیوادونو له لوبډلو سره د سیالیو بوخت مهالویش ولري

cri     (GMT+08:00) 2015-08-04 18:38:28

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي نن د یوې خبري ناستې په ترڅ کې لاندیني پلانونه اعلان کړل:

• د افغانستان کرکټ بورډ او زمبابوې کرکټ بورډ ترمنځ د سیالیو رسمي هوکړه لیک لاسلیک شو

• د روان زیږدیز کال په اکتوبر کې به د زمبابوې په کوربه توب د افغانستان، زمبابوې او ایرلنډ لوبډلو ترمنځ درې ګونې نړیوالې یو ورځینۍ او شل اوریزې سیالۍ ترسره شي

• د زمبابوې او افغانستان ملي لوبډلو ترمنځ به په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان په کوربه توب پنځه یو ورځینۍ او دوه شل اوریزې سیالۍ ترسره شې

• د ۲۰۱۶ کال په جنوري کې به د زمبابوې الف او افغان الف لوبډلو ترمنځ به په متحده عربي اماراتو کې څلور ورځینۍ او یو ورځینۍ سیالۍ ترسره شي

• د ۲۰۱۶ کال په اپریل او می کې به په زمبابوې کې د افغان الف او زمبابوې الف لوبډلو ترمنځ څلور ورځینۍ او یو ورځینۍ سیالۍ ترسره شي

د افغانستان او زمبابوې لوبډلو ترمنځ سیالۍ به د الکوزي شرکت په مالي ملاتړ ترسره شي او دا لومړی وار دی چې د دوهمې درجې غړیتوب لرونکې لوبډله د یو بشپړ غړیتوب لرونکي هیواد پر وړاندې د لوبیدو لپاره له خپل مالي ملاتړ کونکي سره سیالۍ ترسره کوي.

ستانکزي د خبري ناستې په ترڅ کې لاندیني پلانونه هم اعلان کړل

• افغان الف لوبډله به د سریلانکا کرکټ بورډ پرمختیایي لوبډلې پر وړاندې د سیالیو ترسره کولو لپاره د جولای په ۳۰ نیټه سفر وکړي

• ملي نولس کلنه لوبډله به په آسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه سفر ولري

• د پاکستان له کرکټ بورډ سره به د افغان او پاکستان ملي لوبډلو ترمنځ د سیالیو په لاره اچونې لپاره د روان زیږدیز کال په اګست کې هوکړه لیک لاسلیک شي

• افغان ملي معلولیت لرونکې لوبډله به د معلولیت لرونکو وګړو په آسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه بنګله دیش ته ولاړه شي

ستانکزي د هندوستان کرکټ بورډ له ادارې سره د غوره اړیکو په اړه هم معلومات ورکړل او ویې وییل چې ددغو دواړو ادارو ترمنځ به د تخنیکي همکاریو لړۍ هم په رسمي ډول ډیر ژر پیل شي.

د یادونې وړ ده چې، دا لومړی وار چې د افغانستان کرکټ بورډ اداره د یو بشپړ غړیتوب لرونکې لوبډلې پر وړاندې د دوه ګونو سیالیو ترسره کولو لپاره هوکړه لیک لاسلیک کوي. همدارنګه د افغانستان کرکټ په تاریخ کې دا لومړی وار دی چې د هندوستان، سریلانکا او پاکستان کرکټ له ادارو سره د اړیکو لړۍ پیاوړې کیږي. دا په داسې حال کې ده چې د کرکټ دغه درې ادارې د آسیا په کچه د کرکټ پیاوړې ادارې دي او د افغانستان کرکټ په پرمختیا کې د دوی رول اغیزمن ثابت کیدای شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای