د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د جغرافيايي معلوماتو د سيستم په اړه د نظريو او لارو چارو له کلنۍ غونډې څخه دا معلومات تر لاسه شوي چې شينجيانګ به د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د فضايي معلوماتو دهليز د جوړولو لپاره هڅې وکړي.
فضايي معلومات هغه جغرافيايي معلومات دي چې پکې طبيعي،ټولنيز او بېلابېل معلومات شامل دي. شينجيانګ د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د فضايي معلوماتو دهليز يوه مهمه برخه ده، د فضايي معلوماتو د دهليز جوړول د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د ابادۍ او سيمه ييزې همکارۍ لپاره مهم رول لري.
د چين د جغرافيايي معلوماتو د سيستم په اړه د نظريو او لارو چارو کلنۍ غونډه د اګست په اتمه نېټه په اورومچي ښار کې ترسره شوه.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |