CRI Online

د بېجينګ لخوا د ٢٠٢٢ کال د اولمپيک د ژمنيو لوبو د کوربتوب حق د تر لاسه کېدو په اړه څو خبرونه

cri     (GMT+08:00) 2015-08-12 17:25:50

ځينو بهرنيو مشرانو د ٢٠٢٢ کال د اولمپيک ژمنيو لوبو د کوربتوب حق د تر لاسه کولو په اړه بېجينګ ته مبارکي وويله

د تېرې جولای په يودېرشمه نېټه بېجينګ له جانګ جيا کو ښار سره په برياليتوب د ٢٠٢٢ کال د ژمينو اولمپيک لوبو کوربتوب حق تر لاسه کړ. د ځينو هېوادونو مشرانو او ځينو نړيوالو سازمانونو ور پسې د چين مشرانو ته د مبارکۍ پيغامونه وليږل.

د قزاقستان ولسمشر نظربايف د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ته د مبارکۍ پيغام وليږه او پکې يې ويلي، بېجينګ په برياليتوب سره د اولمپيک د دغو ژمنيو لوبو د کوربتوب حق له تر لاسه کولو څخه بيا ښکاري چې چين د پرمختګ ستر پټ توان لري. هغه باور څرګند کړ چې چين به په لوړه سويه دغه اولمپيک ژمنۍ لوبې ترسره کړي او د اولمپيک روحيه به لا نوره پراخه کړي. د قزاقستان لومړي وزير معصوموف د چين صدراعظم لي که چيانګ ته د مبارکۍ په پيغام کې وويل، قزاقستان غواړي د اولمپيک لوبو د پرمختګ د هڅولو لپاره له چين سره په ګډه کوښښونه وکړي.

د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ته د مبارکۍ په پيغام کې باور څرګند کړ چې د ٢٠٢٢ کال اولمپيک ژمنۍ لوبې به د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ د اولمپيک لوبو په شان په زړه پورې وي. روسيه غواړي د دغو ژمنيو اولمپيک لوبو د تياريانو په ترڅ کې له چين سره تر وسې پورې مرستې وکړي. د روسيې لومړي وزير ميدويدوف هم د چين صدراعظم لي که چيانګ ته د مبارکۍ پيغام وليږه.

له دې نه پرته، د ځينو نورو هېوادونو مشرانو او د سازمانونو مسئولينو هم له بېلا بېلو لارو چين ته مبارکي وويله.

بېجينګ د ٢٠٢٢ کال د اولمپيک ژمنيو لوبو په کوربتوب سره به د چاپېريال ساتنې اداره پياوړې کړي

د اګست په درېيمه نېټه، د استراليا د اتحاد ټايمز په نوم د چيني ژبې ورځپاڼې مشر شان باو مينګ څو ورځې مخکې زموږ راډيو له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل د ٢٠٢٢ کال د اولمپيک ژمنيو لوبو د کوربتوب حق په سيالۍ کې د بېجينګ او جانګ جيا کو له برياليتوب څخه بيا د چين اقتصادي توان څرګندېږي. د دغو اولمپيک لوبو د تياريانو په پيل کېدو سره به په چين کې پر واورو باندې د لوبو مروج کېدو او د اقتصاد د نور پرمختګ ته ډېرې ګټې ورسوي. چين به په عين وخت کې د چاپېريال ساتنې اداره پياوړې کړي او وګړيو ته به نورې زياتې ګټې ورسوي.

بېجينګ له جانګ جيا کو ښار سره يو ځای د ٢٠٢٢ کال د اولمپيک ژمنيو لوبو د کوربتوب حق د غوښتلو په وخت کې ځينو بهرنيو خبري رسنيو دا وړانديز کړی چې په چين کې د چاپېريال ککړتيا يوه سخته مسئله ده. د ښاغلي شان باو مينګ په اند، له واقعيت څخه دا ښکاري چې د چين حکومت د ځاني پرمختګ په بهير کې په سمه توګه ستونزې ګوري. په وروستيو کلونو کې، د چين حکومت د چاپېريال ککړتياوو د کمولو او مخنيوی لپاره يو لړ اغېزمن تدبيرونه نيولي، مثلا ځينې هغه تصدۍ يې بندې کړې چې زياتې ککړتياوې جوړوي خو توليدي ارزښت يې لوړ نه دی. برسيره پر دې، چين په داخل کې هغه توليدي چارې ډېرې هڅوي چې د چاپېريال ساتنې لپاره ګټورې دي. د ده په اند، چين به حتما په راتلونکې کې د چاپېريال ادارې ته ډېره پاملرنه وکړي. ده وويل

(( دا مالومه ده چې د چاپېريال ککړتياوې د خلکو لخوا جوړې شوې، نو که خلک د تېروتنو د سمولو لپاره تر وسې پورې کوښښونه وکړي، يو ښه چاپېريال به په نږدې وخت کې رامنځته شي. سږ کال په بېجينګ کې د پاکو ورځو شمېر د تېر ٢٠١٤ کال په نسبت ډېر زيات دی. فکر کوم اوه کاله وروسته به دا يوه ستونزمنه مسئله نه وي. دا د دولتي نښې د جوړولو او د ٢٠٢٢ کال د اولمپيک ژمنيو لوبو د هرکلي په بهير کې وګړيو او چاپېريال ته يوه ګټه ده. ))

د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې پر واورو او يخ باندې د لوبو د مروجېدو لپاره يو ښه فرصت دی

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اګست په څلورمه نېټه د امريکا د چيني سوداګرو په اړه د ورځپاڼې مشر ګوان بي هونګ زموږ راډيو له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل د بېجينګ او جانګ جيا کو له برياليتوب څخه نه يوازې د چين اقتصادي او ټولنيز پرمختګ ښکارېږي، بلکې په چين کې پر واورو او يخ باندې د لوبو د مروجېدو او د چاپېريال ساتنې د هڅولو لپاره يو ښه فرصت هم دی. نړۍ پر چين اعتماد لري او چين به حتما نړۍ ناهيلې نه کړي.

ښاغلي ګوان بي هونګ وويل د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د اولمپيک روحيه په ښه توګه لوړه شوې او چين نړۍ ته د پرمختګ حياتي ځواک څرګند کړ. هغه باور څرګند کړ چې اوه کاله وروسته به بېجينګ نړۍ ته يو سمسوره او هوسا ټولنه ښکاره کړي. ده وويل (( د اولمپيک نړيوالې کمېټې د ٢٠٢٢ کال د اولمپيک ژمنيو لوبو د کوربتوب حق بېجينګ ته ورکړ، له دې څخه يې نه يوازې د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په برخه کې د چين په اړه باور څرګند کړ، بلکې د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ د اولمپيک لوبو بيا ستاينه يې هم وکړه.))

ښاغلي ګوان بي هونګ وويل دا لومړی ځل دی چې په يو ښار کې د اولمپيک دوبنۍ او ژمنۍ لوبې جوړېږي. دا د چينايانو وياړ دی او هرومرو به د اولمپيک په تاريخ کې ريکارډ ټينګ شي. ده وويل (( چين يو لوی پرمختيايي هېواد دی او په چين کې پر واورو او يخ باندې د لوبو د مروجېدو سويه دومره لوړه نه ده، په چين کې د چاپېريال ساتنه يو دايمي بهير دی. فکر کوم چين به حتما د اولمپيک د ژمنيو لوبو د کوربتوب فرصت په کارولو سره دغه لوبې پراخې کړي، د چاپېريال ساتنه به پياوړې کړي او ټولو چينايانو ته به له دې لارې ډېرې ګټې ورسوي. ))

د بېجينګ ښاروال: وګړي د اولمپيک لوبو له جوړولو څخه ملاتړ کوي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د بېجينګ ښاروال وانګ ان شون د اګېست په څلورمه نېټه د بېجينګ او جانګ جيا کو لخوا د ٢٠٢٢ کال د اولمپيک ژمنيو لوبو د کوربتوب حق د تر لاسه کېدو په اړه يوه غونډه کې وويل، چين د اولمپيک لوبې د کوربه کولو ځله کمه ده. وګړي د اولمپيک ژمنيو لوبو د کوربتوب په اړه له بېجينګ او جانګ جيا کو څخه ملاتړ کوي.

ښاغلي وانګ ان شون د اولمپيک ژمنيو لوبو د کوربتوب حق د غوښتلو په اړه د بېجينګ پلاوی د رئيس دنده پر غاړه واخيستله. هغه وويل د بېجينګ د غوښتلو په بهير کې په ټول هېواد کې له نوي سلنې زيات ملاتړ کوونکي درلود. په بېجينګ او جانګ جيا کو دواړو ښارونو کې د ملاتړ اندازه په جلا توګه ٩٢ سنلې او ٩٩سلنې ته ورسېدله. هغه ويلي، دا د اولمپيک ژمنيو لوبو په کوربه ښارونو کې نه ده ليدل شوې. له دې څخه ښکاري چې چينايان د اولمپيک ژمنيو لوبو سترګې په لار دي.

د يوې شمېرنې له مخې، د سکي وهلو په تېر فصل کې، په بېجينګ کې د سکي کوونکو شمېر څلوېښت سلنه زيات شوی. ښاغلي وانګ ان شون وويل د ٢٠٢٢ کال د اولمپيک ژمنيو لوبو د تياريانو له کبله به درې سوه مليونه کسان وهڅوي چې په دې لوبه کې ګډون وکړي. دا نه يوازې د چين لپاره بلکې د اولمپيک ژمنيو لوبو لپاره به ستر هڅوونکي رول ولوبوي.

ښاغلي وانګ ان شون وويل بېجينګ له جانګ جيا کو سره يو ځای د اولمپيک ژمنيو لوبو کوربتوب کول د بېجينګ، تيان جين او هه بۍ د ګډ پرمختګ په اړه د چين له تګلارې سره سمون خوري او حتی يو ښه فرصت به برابر کړي. اوس د بېجينګ او جانګ جيا کو تر منځ د اوسپنيزې لارې جوړونه پيل شوې او په ٢٠١٩ کال کې به بشپړه شي. په هغه وخت کې به له يو ښار څخه بل ښار ته د تللو مزل له اوسني ٣ ساعتونو څخه يو ساعت ته لنډ شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای