CRI Online

د کرېکټ نړیوالې شورا (آی سي سي) د پنځه ورځنيو، يو ورځنيو او شل اووريزو کرېکټ لوبو نړيواله درجه بندي خپره کړې ده.

cri     (GMT+08:00) 2015-08-18 16:55:46
د کرېکټ نړیوالې شورا (آی سي سي) د پنځه ورځنيو، يو ورځنيو او شل اووريزو کرېکټ لوبو نړيواله درجه بندي خپره کړې ده.

په شل اووريزو لوبو کې د ۱۵ لوبډلو په مينځ کې افغانستان نهم ځای لري چې د لومړۍ درجې له دوو هېوادونو نه هم مخکې دی.

زمبابوې او بنګله دېش هغه دوه هېوادونه دي، چې کلونه کلونه وړاندې يې نړيوالې لوبې کړې او د ټېسټ لوبو امتياز لري.

افغانستان ۱۲ لوبې کړې او ۷۷ پواينټونه لري.

د شل اووريزو کرېکټ لوبو په تازه خپرې شوې درجه بندۍ کې افغانستان له بنګله دېش، هانګ کانګ، سکاټ لنډ، هالنډ، زمبابوې او آيرلنډ نه مخکې دی. د شل اووريزو لوبو په نوملړ کې سريلانکا لومړی، اسټراليا دويم او پاکستان دريم ځای لري.

له پاکستان وروسته، هند، وېسټ انډېز، جنوبي افريقا، نوي زيلاند، انګلستان، افغانستان، بنګله دېش، هانګ کانګ، سکاټلنډ، هالنډ، زمبابوې او آيرلنډ دي.

يو ورځنۍ لوبې

په يو ورځنيو کرېکټ لوبو کې نړيواله اتله لوبډله استراليا د ټولو په سر کې ده. استراليا ۳۸ يو ورځنۍ لوبې کړې دي او ۱۲۹ پواينټونه لري

په يو ورځنيو کرېکټ لوبو کې نړيواله اتله لوبډله استراليا د ټولو په سر کې ده. استراليا ۳۸ يو ورځنۍ لوبې کړې دي او ۱۲۹ پواينټونه لري.

د هند لوبډله چې تر استراليا وړاندې يې د کرېکټ نړيوال جام ګټلی و، دويم ځای لري. هند ۵۱ لوبې کړې دي او ۱۱۵ پواينټونه لري.

نوی زيلاند په دريم مقام کې دی، ۴۵ سيالۍ يې کړې او ۱۱۰ پواينټونه لري.

د کرېکټ شورا په درجه بندۍ کې جنوبي افريقا څلورم، سريلانکا پنځم، انګلستان شپږم، بنګله دېش اووم، پاکستان اتم، وېسټ انډيز نهم، آيرلنډ لسم، زمبابوې يوولسم او افغانستان دولسم ځای لري.

ټېسټ لوبې

جنوبي افريقا ۲۴ ټېسټ لوبې کړې او ۱۲۵ پواينټونه لري

د کرېکټ د نړيوالې شورا د درجه بندۍ له مخې د جنوبي افريقا لوبډله په ټېسټ/ پنځه ورځنيو کرېکټ لوبو کې لومړی ځای لري.

جنوبي افريقا ۲۴ ټېسټ لوبې کړې او ۱۲۵ پواينټونه لري.

استراليا په دغه نوملړ کې دويم ځای لري، چې ۲۶ لوبې يې کړې او ۱۱۱ پواينټونه لري.

پاکستان د آی سي سي په تازه درجه بندۍ کې دريم ځای لري، دغه هېواد ۲۴ ټېسټ لوبو کې ۱۰۱ پواينټونه ترلاسه کړي دي.

په ټېسټ لوبو کې نوی زيلاند څلورم، هند پنځم، انګلستان شپږم، سريلانکا اووم، ويسټ انډيز اتم، بنګله دېش نهم او زمبابوې لسم ځای لري.

افغانستان تر اوسه د ټېسټ لوبو امتياز نه لري.

د بريتانيا مشهور سوک وهونکی عامر خان وايي "فلويډ مې وېدر زما سره له مسابقې ډارېږي".

۲۸ کلن عامر خان چې په تېر جون مياشت کې يې کرېس الجيري ته ماته ورکړې وه، ويلي وو کېدای شي له مې وېدر سره لوبه وکړي. خو مې ويدر ويلي وو نه غواړي له عامر خان سره لوبه وکړي او پر ځای يې انډري بېرټو غوره کړی و.

د سوک وهنې مشهور اتل مې وېدر به د سپټمبر پر ۱۲ مه له انډري بېرټو سره لوبه کوي او کېدای شي دا به يې وروستۍ لوبه وي. عامر خان وايي "زه هر وخت تيار يم چې له مې ويدر سره لوبه وکړم خو دی له ما ډارېږي اوعامر خان له هېچا هم نه ډارېږي".ي مني پکیو ته ماتې ورکړه.

په تېره مۍ مياشت کې د مې وېدر او مني پکیو تر منځ په لاس وېګس کې په نړيواله کچه يوه مشهوره او قېمتې لوبه ترسره شوه چې فلويډ مې ويدر ګټلې وه. عامر خان له خپلو ټولو ۳۴ مسابقو ۳۱ ګټلې دي او تېر کال يې ډني ګرسيا ته لوبه بايللې وه. عامر خان وايي "زه خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوم او غواړم خپل ځان د کم وزن سوک وهنې لوبو په سر کې و ګورم". دی وايي، فلويد مې ويدر له مشهورو سوک وهونکو سره لوبه کړې او دی حق لري چې له چاسره وغواړي لوبه وکړي. د مې ويدر او انډري بېرټو تر منځ د سوک وهنې د مسابقې په اړه عامر خان وويل،"زه خپل ملګري انډري بېرټو او د هغه روزونکي وېرګل هنټر ته ښه مسابقه غواړم. ما انډري ليدلي چې څومره سخت تمرين کوي او پوهېږم چې فلويډ ته به سخت وخت ورکړي" وړاندې د مني پکيو، چارو سمبالوونکي، يوې برتانوۍ ورځپاڼې ته ويلي چې له عامر خان سره يې د سيالۍ تړون ښايي ډېر شونی وي، د واړو سوک وهونکو تر منځ خبرې به په لندن کې ترسره شي.

خپرونې له بي بي سي څخه راغلی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای