CRI Online

د شينجيانګ پرمختيايي فورم پای ته ورسيد

cri     (GMT+08:00) 2015-08-19 17:19:32

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ٢٠١٥ کال د چين د شينجيانګ پرمختيايي فورم د اګست په ١٨ مه او ١٩ مه نېټه په ارومچي ښار کې ترسره شوه.

دغه فورم د چين د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر، د چين د ټولنې او ساينس اکاډمۍ او د شينجيانګ سيمه ييز حکومت لخوا په ګډه جوړ شو او اصلي موضوع يې وه د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند ابادي او د شينجيانګ پرمختيايي فرصتونه او انتخابونه .

نژدې سلو چيني او بهرنيو استازيو په دغه فورم کې ګډون درلود. (زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای