CRI Online

اروپا له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د کډوالو له ډېرې لويې څپې سره مخه ده

cri     (GMT+08:00) 2015-08-25 15:59:03

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، اوس د کډوالو لويه څپه چې له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته تر ټولو لويه ده، د اروپايي هېوادونو په وړاندې يوه لويه ستونزه ده. د اګست په څلورويشتمه نېټه د فرنسې ولسمشر برلين ته سفر وکړ او د جرمني له صدراعظمې انګلا ميرکيل سره يې د کډوالو مسئلې په اړه د نظريو تبادلې وکړې.

د روان کال له سر څخه راپدې خوا، د سوريې او ليبيا په شمول د منځنی ختيځ او شمالي افريقا د هېوادونو ګڼ شمېر کډوال اروپا ته ننوتلي او د يونان او ايټاليې په شمول د هېوادونو له لارې د لوېديځې اروپا په خوا روان دي. د يوې شمېرنې له مخې، په تېره جولای مياشت کې د سل زر نه زيات کډوال اروپا ته ننوتلی او تاريخي ريکارډ يې مات کړی دی.

د اروپايي ټولنې د عمده قوي په توګه، اوس فرانسه او جرمني له ډېرو ستونزو سره مخ دي، څرنګه چې دغو دواړو هېوادونو د اروپايي ټولنې په دننه کې تر ټولو زيات کډوال منلي دي. جرمني سږ کال ښايي د اته سوو زرو کډوالو د پناه کېدو غوښتنې تر لاسه کړي چې نوی تاريخي ريکارډ به جوړ شي. د جرمني صدراعظمې ميرکل مخکې اخطار ورکړی و چې د کډوالو ننوتل د اروپايي ټولنې په وړاندې تر ټولو سخته ستونزه ده چې د يونان د پور بحران په نسبت لا نوره سخته ده. نو ميرکل د اګست په څلورويشتمه نېټه په يوه خبري ناسته کې د اروپايي ټولنې له کمېټې څخه غوښتنه وکړه چې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو لخوا د کډوالو معيار د تطبيق لپاره نور زيات رول ولوبوي. هغې وويل

(( دا مالومه ده چې د اروپا په زياتره سيمو کې د کډوالو د پناه اخيستلو ګډې تګلارې شته، خو په بېلا بېلو سيمو کې د تطبيق معيار بېل دی. جرمني او فرانسه هيله لري چې د اروپايي ټولنې ټول غړي هېوادونه په پوره توګه د کډوالو اوسنۍ تګلارې تطبيق کړي، مثلا د کډوالو د نوم ثبتولو ميکانيزم، د کډوالو بنسټيز معيار لرونکی کمپ او بنسټيز طبي روغتيايي ضمانت. موږ هيله لرو چې د اروپايي ټولنې کمېټه په دې اړه غړي هېوادونه وهڅوي. ))

د فرانسې ولسمشر فرانشيس هولاند د ميرکل له دغه نظر سره موافقه وکړه او و يې ويل بايد د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې د کډوالو د ويشلو برخې په مناسب ډول تر سره شي او د ناقانونه کډوالو د بيرته سپارلو ميکانيزم دې په اغېزمن ډول تطبيق شي.

(( د فرانسې او جرمني وړانديزونه په مشخص ډول څرګندوم، لومړی بايد په ايټاليا او يونان کې د کډوالو د منلو مرکز جوړ شي تر څو کډوال ځای پر ځای نوم ثبت کړي. په دې مرکز کې بايد ريښتنی کډوال او ناقانونه کډوال بېل کړای شي، څرنکه چې ناقانونه کډوال د منلو وړ نه دي. ))

هولاند او ميرکل په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل دوی به ورپسې د اروپايي ټولنې او افريقايي ټولنې په راتلونکې سرمشريزه غونډ کې د کډوالو د بيرته ستنولو تړون په اړه بحث وکړي. برسيره پر دې، اروپايي ټولنه به د کډوالو ژوند د نور ښه والی لپاره د سوريې له ګاونډيو هېوادونو سره مرستې وکړي، لکه اردن، لبنان او ترکيه.

په جرمني کې د تندلارو او کډوالو تر منځ شخړې هم مخ په سختېدو دي. څو ورځې مخکې کابو دوو سوو تندلارو مسلسله دوه شپې د جرمني په ختيځ کې د کډوالو د يو کمپ په وړاندې نښتې وکړې. ميرکل په ياده خبري ناسته کې د تندلارو دغه عمل سخت وغانده او و يې ويل د کډوالو پر ضد دغه شان زور زياتی د منلو وړ نه دی. جرمنی يو قانون اداره کوونکی هېواد دی او اساسي قانون د کډوالو په شمول د ټولو کسانو بشري حقونو ساتنه کوي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای