CRI Online

يو لړ سپورتي خبرونه

cri     (GMT+08:00) 2015-08-25 16:39:12
د چين په بېجېنګ ښار کې د ځغاستې نړيوالو اتلوليو کې د ۱۰۰ مترو واټن منډه د بريتانيا يوسېن بولټ وګټله.

۲۹ کلن يوسېن بولټ ۱۰۰ متره واټن په ۹،۷۹ ثانيو و واهه او نړيواله اتلولي يې خپله کړه.

د اتلوليو له ګټلو وروسته يوسېن بولټ ته د سرو زرو مډال ور کړل شو.

دغه لوبې د يکشنبې پر ورځ د اګست پر ۲۳ نېټه وشوې.

په دوهم نمبر د امريکا ۳۳ کلن ګيټلن راغی، چې دغه واټن يې په ۹.۸۰ ثانيو کې پوره کړ او د سپينو زرو مډال يې وګاټه.

د امريکا ټريون برومل او د کاناډا ډي ګريس ۱۰۰ متره واټن په ۹.۹۱۱ ثاينو کې و واهه او په دې اتلوليو کې يې درېيم او څلورم ځای خپل کړ.

دوی دواړو ته د ژېړو مډالونه ورکړل شول.

په دې اتلوليو کې د يوسېن بولټ او د امريکا جسټن ګيټلن تر منځ په زړه پورې مسابقه وشوه او د ډېر کم وخت په توپير يوسېن بولټ ترې مخکې شو او اتلولي يې وګټله

د انګلستان او اسټرالیا تر منځ د اشز کرېکټ لوبو لړۍ سیالۍ روانې دي.

اسټرالیا په لومړي پړاو کې ۴۸۱ منډې جوړې کړې وې او وروسته یې د انګلستان ټوله لوبډله په ۱۴۹ منډو وسوځوله.

د اسټرالیا لپاره مارش او جانسن درې، درې ویکټونه تر لاسه کړل. دوی انګلستان لوبډله اړ ایسته، چې خپله دویم پړاو لوبه پیل کړي.

د انګلستان له لوري د دویم پړاو د پیل لوبه هم ډېره په زړه پورې نه وه.

دوی د پرونۍ لوبې د پای تر مهاله شپږ لوبغاړي له لاسه ورکړي و. انګلستان لوبډله وتواینده د پرونۍ لوبې تر پایه ۲۰۶ منډې جوړې کړي.

یوازې د انګلستان لوبډلې کپتان کوک وتوانید ۸۵ منډې جوړې کړې. دې سره استرالیا دا مهال د ۱۸۹ منډو په برلاسي سره مخکښه ده.

د چين په بېجېنګ کې د ځغاستې نړيوالو اتلوليو کې د بريتانيا مو فراح ۱۰۰۰۰ ميترو کې د سرو زرو مډال وګاټه.

د سرو زرو مډال له ګټلو وروسته مو فراح بي بي سي سره په خبرو کې وويل، "غواړي د خپل هېواد لپاره نور مډالونه هم وګټي."

دی وايي "زه غواړم د يوه داسې کس په توګه ياد شم چې د خپل هېواد لپاره يې څه کړي وي، او خوشاله يم چې ډېر مينه وال لرم چې ما ته په انسټګرام او ټوېټر پيغامونه رالېږي"

مو فراح زياته کړه "دلته چاپېريال ډېر ښه دی، ما هم ښه پيل وکړ او زما عمر په ټولو منډه وهونکو کې ډېر دی. هيله لرم چې خلک دا وګوري او و وايي چې زه ښه ځغاسته کولای شم"

مو فراح اووه کاله وړاندې د ۲۰۰۸ کال اولمپيک سياليو کې د ۵۰۰۰ مترو منډه کې ناکام شوی و.

بل خوا مشهور منډې وهونکی او د اولمپيک ګټونکی يوسېن بولټ او د امريکا جسټن ګيلټن په ۱۰۰ مترو کې لومړی پړاو وګاټه او دوهم ته يې لار ومونده.

د اولپميک ګټونکي يوسېن بولټ ورو پيل وکړ او د تېزې هوا له کبله يې دغه پړاو په ۹.۹۶ ثانيو کې پوره کړ او منځ لوبو ته يې لار ومونده.

خبرونه له بي بي سي څخه راغلی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای