د روسيې سرتيرو د اګست په درويشتمه نېټه په بېجينګ کې د رسم ګذشت په روزنيز کمپ کې د روسيې ملي بيرغ د پورته کولو مراسم تر سره کړل. د همدې ورځې په سهار، دوی په تيان أن من ډګر کې د رسم ګذشت په وروستي تمرين کې برخه درلوده. دوی به د سپتمبر په درېيمه نېټه له جاپان سره د مقاومت او د فاشيزم پر ضد جګړې د يادونې په لويه پيمانه رسم ګذشت کې ګډون وکړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |