د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې د چين حکومت د روانې مياشتې په ٢٥مه نېټه خبر ور کړ چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د رسم ګذشت نه مخکې د جاپان تېري پرضد جګړه کې ګډون کوونکو زړو جنرالانو او سرتيرو ته يادګاري نښانونه ور کړي.
شي جين پينګ د چاپان د تېري پرضد جګړه کې له ګډون کوونکو زړو جنرالانو او سرتيرو څخه د حال احوال پوښتنه وکړه
د چين د دولتي شورا دفتر د روانې مياشتې په ٢٥مه نېټه د جاپان تېري پرضد د جګړې يعنی د فاشيزم پرضد د نړيوالې جګړې د اويايمې کاليزې د يادونې فعاليتونو په هکله شپږمه خبري ناسته تر سره کړه.نوموړې څرګندونې د دولتي شورا د دفتر مرستيال ګوو وي مين په دې خبري ناسته کې وکړې.
شي جين پينګ د چاپان د تېري پرضد جګړې د يادونې موزيم په مخ کې وينا وکړه
ګوو وي مين وويل چې د سپتمبر د دوهمې نيټې په سهار به د چين د کمونېست ګوند مرکزي کميټه، دولتي شورا او د چين پوځ مرکزي کميټه په ياده جګړه کې ګډون کوونکو جنرالانو، سرتيرو او د قربانيانو خپلوانو ته يادګاري نښانونه ور کړي. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |