CRI Online

د چين د چي شي په نوم د دوديز اختر ځانګړې خپرونه

cri     (GMT+08:00) 2015-08-25 17:24:56

د چينايانو د کرنيزې جنترۍ د اوومې مياشتې اومه ورځ د چين دوديز اختر او نوم يې چي شي دی، چي په چيني ژبه د اوو او شي د شپې مانا لري. د دې اختر د رامنځته کېدو کيسه داسې ده چې وايي د اسماني ملکې لور جه نيو د سيل لپاره ځمکې ته راغله او پر يو غويې بيوونکي ځوان نيو لانګ مينه شوه او تر واده وروسته يې نيکمرغه او له خوښۍ ډک ژوند پيل کړ . خو د جه نيو پلار اسماني امپراطور تر خبرېدو وروسته ډېر غوسه شو او عسکرو ته يې حکم وکړ چې لور يې بيرته اسماني ماڼۍ ته ستنه کړي. په دې توګه جه نيو او نيو لانګ يو له بل څخه جلا او له دې امله سخت وځورېدل. د جه نيو خويندو او په اسماني ماڼۍ کې نورو ښاپېريو امپراطور ته د جه نيو شفاعت وکړ چې په پای کې اسماني پاچا جه نيو او نيو لنګ ته اجازه ور کړه چې هر کال يو ځل سره وګوري . نو هر کال د بزګرۍ جنترۍ د اوومې مياشتې په اوومه نېټه کېږکو د جه نيو او نيو لنګ لپاره د ځمکې او اسمان تر منځ دوصل يو پل جوړوي.

اوس په چين کې دغه ورځ د مينانو تر منځ د مينې د څرګندولو لپاره يوه ځانګړې ورځ ګرځېدلې ده. د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د مينې يوه په زړه پورې کيسه وړاندې کړم چې په جنوبي کوريا کې پېښه شوې ده.

په جنوبي کوريا کې يوې جوړې په خپل عمر کې تر ټولو ښه مينه څرګنده کړې

په جنوبي کوريا کې يوه فولکلوري سندره اورېدل کېږي چې نوم يې دی د ګونګ وو دو هه ، په دې سندره کې ويل کېږي چې خاوند د خپلې مېرمنې د خوندي ساتلو لپاره ورته له سيند څخه د پوري وتلو اجازه نه ورکوي او پخپله يې له سيند څخه تېروي. د جنوبي کوريا د ګانګ ون دو سيمې په يو کلي کې يوه جوړه بوډا او بوډۍ چې سپين ږيری يې اته نوي کلن دی او جاو بين ون نوميږي او سپين سر يې نهه اتيا کلنه ده او کانګ شي ليې نومېږي ،دوي شپږ اويا کاله مخکې واده وکړ او لا تر اوسه پورې يو له بله ژوره مينه لري.

د جنوبي کوريا ډايريکتر چن موينګ د پنځلسو مياشتو لپاره د دوي د مينې کيسې له مخې د يادې سندرې په نوم يو مستند فلم واخيست چې مينه ، له هغه سيند څخه پورې نه وتله. کله چې فلم د ٢٠١٤ کال په پای کې په جنوبي کوريا کې نندارچيانو ته وړاندې شو، په درويشتو ورځو کې يې څه دپاسه دوه مليونه نندارچيان جلب کړل او د ټکټ له پلورلو څخه يې دري مليونه اووه لکه امريکايي ډالره ګټه تر لاسه شوې ده چې دغه ريکارډ په جنوبي کوريا کې د يو بريالي سوداګريز فلم په توګه ساری نه لري .

په فلم کې ليدل کېږي چې سپين ږيری او سپين سرې په خپله دوه کسيزه نړۍ کې ارام او نيکمرغه ژوند کوي. نږدې ټولو نندارچيانو د دې فلم په کتلو سره له سترګو اوښکې وبهيدلې. د فلم د کيسې موضوع د دوی پر عادي ژوند څخه څرخي او پکې هېڅ مبالغه مزه محتويات نه شته. ډايريکتر وايي: د فلم اخيستلو په ترڅ کې مو تر وسې پورې کوښښ وکړ چې د دوی پر ژوند اغېزه و نه کړو. هيله لرم چې د دې فلم په وسيله د دوی دايمي مينه ثبته کړم.

څرنګه چې د سپين ږيري او سپين سرې اولادونه تر واده وروسته او يا د کار لپاره له کلي څخه وتلي، يوازې دوی دواړه په دغه ارام کلي کې اوسېږي .

دوی هره ورځ سهار وختي پاڅېږي او کارونه کوي، په ټاکلي وخت خوب کوي. په فلم کې مو وليدل چې دوي دواړه د ناروغيو د درملنې لپاره د خپلې لور په کور کې څو ورځې واوسېدل او بيا خپل کلي او کور ته ستانه شول، د دوی د کور په وړاندې د ونو ډېرې پاڼې پرتې وې او دوی د پاڼو په پاکولو بوخت شول، او په ترڅ کې بوډۍ ستړې شوه، بوډا ورته وويل تاسې بايد څه استراحت وکړئ، زه به دغې پاڼې پاکې کړم. بيا وروسته بوډا په ناڅاپه توګه د بوډۍ پر سر پاڼې وشيندلې، بوډۍ په لوړ اواز بيا د نيکه پر سر پاڼې وشيندلې. دوي دواړه د ځوانانو په شان لوبه کوله. (اواز)

بوډۍ په شپه کې تشناب ته تله، بوډا يې ملګرتيا کوله، بوډۍ د تشناب په وړاندې د بوډا لاس په نيولو سره ويل: ودرېږه، مه ځه، ويرېږم، مه ځې. مهرباني وکړئ ما ته يوه سندره ووايئ؟ بوډا د غاړې تر تازه کولو وروسته يوه سندره وويله. بوډۍ له تشناب څخه تر وتلو وروسته له خپل ميړه څخه پوښتنه وکړه چې ستا ساړه نه کېږي ؟ هوا ډيره يخه ده، اندېښمنه يم چې تاسې به يخ ووهي. بوډا ځواب ورکړ، نه ، زما ساړه نه کېږي. (اواز)

کله چې په ژمي کې لومړی ځل واوره اورېدله، بوډا له خپلې زړې ماندينې سره د خپل کور په وړاندې واوره پاکوله، بوډۍ بوډا ته وويل، ويل کېږي چې په ژمي کې د لومړی ځل واورې په خوړلو سره خپله د اوريدو قوت قوي کولی شو. بيا يې پاکه واوره د بوډا په خوله ورکړه، بوډا تر خوړلو وروسته وويل، ښه دي، اواز نور ښه او صاف توګه اورېدلی شم . ښه، حتی د غر په بله خوا کې هم اواز اورېدلی شم. بوډا د دې وينا په اورېدو سره سمدلاسه مسکۍ شوه . (اواز)

د بوډا او بوډۍ په ژوند کې کله نا کله يو له بل سره شوخي کوله. په فلم کې ليدل کېږي چې بوډۍ د سيند پر غاړه د سبزو په مينځلو بوخته وه، بوډا پرې اوبه شيندلې، بوډۍ هم بيرته اوبه ورشيندلې، بوډا بيا د کور په خوا وتښتېد، بوډۍ ور پسې منډې وهلې او بيا يې يو پر بل اوبه وشيندلې. (اواز)

بوډۍ په فلم کې وويل، کله چې ١٤ کلنه ومه، له اوسني ميړه سره مې لومړۍ کتنه وکړه . له واده راهيسې ميړه مې تل ما ته ډېرې پاملرنې کړې، پر ما هېڅ نه دی په قهر شوی. له هغه وخت څخه مې د يوازيتوب هيڅ احساس نه دی کړی. بوډا د دې وينا په اورېدو سره يوازې تر څنګ ور ته مسکی شو.

د نوي کال د رارسېدو په وخت کې، ددوي اولادونه کلي ته راستانه شول او له دوی سره يې يو ځای ډوډی وخوړله. په دې موقع کې دغه ارام کور له خوښيو او خوشحاليو څخه ډک و. د دوی يوې لور وويل، زما پلار او مور يو له بل سره ډېره مينه لري او له دومره زياتو کلونو څخه راهيسې دغه مينه نه ده کمه شوې. دغه مينه زموږ په سترګو کې ډېره د رخې وړ ده. (اواز)

بوډا او بوډۍ کله نا کله د خزلو او لرګيو د پرې کولو لپاره غره ته ختل، لاس په لاس بيدېدل او د شيانو اخيستلو لپاره بازار ته تلل.

٩٨ کلن بوډا ورځ په ورځ کمزوری شوی، په شپه کې سخت ټوخېده. بوډۍ هميشه ورته پاملرنه کوله . بوډا د ټوخېېدو له امله خوب نه شوی کړای. بوډۍ د ده په وړاندې ګونډې وهلې او پر وخت يې د هغه پاملرنه کوله.

د دوی په کور کې دوه سپي ساتل. يوه ورځ سپين سپی مړ شو، دواړو په ساندو کې د غره په لمن کې دغه سپی ښخ کړ، خپل کور ته د ستنېدو په لاره کې، بوډۍ په بوډا پسې کتل او ځان سره يې فکر کولو، دغه سپی نن ورځ زموږ وړاندې مړ شو، ور پسې به مې خاوند سترګې پټې کړي او بيا به زما نوبت وي . خدايه، که ميړه مې له ما نه مخکې له دنيا لاړ شي، زه به يوازې ژوند وکړای شم، دا به زما لپاره ډېره سخته وي.

په اخر کې دغه ورځ راغله. ٩٨ کلن بوډا سترګې پټې کړې. بوډۍ د خپل خاوند د مړي په وړاندې ولاړه وه او پر له پسې يې ژړل. بوډا د دوی کور ته نږدې د غره په لمن کې ښخ شو او بوډۍ هره ورځ د نيکه مقبرې ته تله او ورسره يې ډېرې خبرې کولې.

د دې مستند فلم په کتلو سره د ډېرو نندارچيانو سترګې له اوښکو ډکې او بهيدلې، څرنګه چې دوی د دې جوړې سپين ږيري او سپين سرې سره د ژورې مينې تر اغېزې لاندې وو.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای