د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د اګست په ٢٥ مه نېټه د جاپاني تېري پرضد د چينايانو جګړې او د فاشيزم پرضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب د ٧٠ مې کاليزې د يادولو په اړه شپږمه مطبوعاتي غونډه ترسره کړه. د چين د لوی درستيز رياست د جنګي ادارې مرستيال مشر چو روي په دې غونډه کې وويل، چې د بلاروس، کيوبا، مصر، قزاقستان ،قرغېزستان، موسکو، مغولستان، پاکستان ، سيرويا،تاجکستان او روسيې په شمول د ١١ هېوادونو ځواکونه او د افغانستان، کبوديا، فيجي، لاوس، وانواتو او وينزويلا په شمول د شپږو هېوادونو پوځي پلاوي به د چين په پوځي پريډ کې ګډون وکړي او په ټوليزه توګه به د ٣١ هېوادونو پوځي پلاوي او يا کتوونکي پلاوي په دې پوځي پريډ کې برخه واخلي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |