د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د جاپان د تېري پر ضد د چينايانو د جګړې او د پخواني شوروي اتحاد د ځاني دفاع جګړې او د فاشيزم پر ضد د مبارزې د برياليتوب د اويايمې کاليزې د نمانځنې لپاره، د چين او روسيې د مستندو مالوماتو نندارتون چې د چين او روسيې د ارشيف ادارو لخوا په ګډه جوړېږي، د اګست په پنځه ويشتمه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو.
دغه نندارتون اوه برخې لري چې پخواني شوروي اتحاد د چين له جګړې ملاتړ کړی، چين او پخواني شوروي اتحاد يو بل ته مرستندويه مواد ليږل او داسې نور. په دې نندارتون کې يوه ډله ارزښتناک سندونه او عکسونه هم نندارچيانو ته ښودل کېږي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |