CRI Online

د اټومی انرژۍ نړيوالې اېجنسې په ايران کې د ذروي پلان د څارنې دندې د پر غاړه اخيستلو توان لري

cri     (GMT+08:00) 2015-08-26 16:41:33

د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسې د اګست په ٢٥مه نېټه په ويانا کې يوه ځانګړې غونډه تر سره کړه چې پکې د ايران د ذروي مسئلې په هکله د هراړخيز تړون د عملي کيدو په بهير کې د اټومی انرژۍ پر غاړه د ايران د ذروي پلان د څارنې کارونو په هکله بحث شوی دی. د اټومی انرژۍ د نړيوالې اېجنسې عمومي مدير يوکيا امانو د ايران د ذروي مسئلې په هکله د هراړخيز تړون د عملي کېدو په هکله راپور وړاندی کړ او ويې ويل چې دغه اېجنسې د ايران د ذروي پلان د څارنې دندې د پر غاړه اخيستلو توان لري.

ياد ځانګړې غونډه د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسې د عمومي مدير يوکيا امانو په بلنه تر سره شوې ده. د روان کال د جولای په ١٤مه نېټه ايران او د ايران د ذروي مسئلې په هکله اړوندې شپږو هېوادونو په ويانا کې د دغې مسئلې په هکله هراړخيز تړون لاسليک کړ او د جولای په شلمه نېټه د م م امنيت شورا دغه تړون منظور کړ او پر دې بنسټ د امنيت شورا ٢٢٣١م پريکړه ليک يې منظور کړ چې په کې د اټومي انرژۍ د نړيوالې اېجنسې پر غاړه د ايران د ذروي پلان څارنې او نظارت دندې تصديق شوی.

په ياده ځانګړې غونډه کې يوکيا امانو امنيت شورا ته د ٢٢٣١م پريکړه ليک د عملي کېدو حالت په اړه راپور وړاندی کړ چې د تړون مشخصې غوښتنې او مالي بوديجه په کې شامل دي. هغه په راپور کې لومړی د تړون له مخې د ايران د دندو په هکله مالومات ورکړل او ويې ويل(اواز)

ايران به اضافي پروتوکول عملی کړي او اوس دغه سند په څه دپاسه ١٢٠ هېوادونو نافذ شوی دی. که په ايران کې دغه سند عملی شي، موږ به لا زيات مالومات تر لاسه کړو او د ذروي تاسيساتو ځای پر ځای کوونکو ځايونو ته ننوځي.

يوکيا امانو وويل د تړون له مخې ايران بايد د خپل ذروي پلان شفافيت زيات کړي او څارونکو ته اجازه ورکړي چې د يورانيومو کانونو او د معدنيات چمتو کوونکو فابريکو ته داخل کړي او د رياکتور کارونه او د غني شويو يورانيومو ګدام نظارت کړي. دغه کارونه به د اټومی انرژۍ د نړيوالې اېجنسې هڅونه وکړي چې په نوره ښه توګه د ايران ذروي پلان په هکله مالومات لاس ته راوړي.

د دغه راپور يو بل مهم محتويات مالی بوديجه ده. مخکې د اټومي انرژۍ د نړيوالې اېجنسې د ٢٠١٦ کال بوديجه تصديق شوې ده، نو د ايران د ذروي مسئلې په هکله د هراړخيز تړون د عملي کېدو لپاره وړتيا پيسی بايد له نورې لارې راغونډ شي. يوکيا ايانو وويل (اواز)

د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسې بايد په راپور کې د ياد شويو کارونو لپاره نورې زياتې پيسی راغونډې کړي. زموږ په اټکل د ايران د ذروي مسئلې په هکله د هراړخيز تون د عملي کېدو په اړوند لګښت هر کال ٩مليونه او ٢لکه يورو ته رسېږي.

برسيره پر دې د ايران د ذروي مسئلې په هکله د هراړخيز تړون د عملی کېدو نه مخې به د ايران د ذروي مسئلې په هکله د انتقالي پړاو تړون په مداومه توګه اغيزمنه وي. له دې څخه څرګندېږي چې هر مياشت به د اته لکه يورو بوديجې ته اړتيا شته او اوسنی پيسی به يوازې د سپتمبر تر پايه پورې کافي وي. يوکيا ايانو د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسې له غړيو هېوادونو څخه د مالي ملاتړ غوښتنه وکړه او ويې ويل چې دغه اېجنسې جګ پوړې تخنيکي کارپوهان، پرمختللي تجهيزات او لابراتوار لري او د ذروي تاسيساتو د څارنې توان لري. (اواز)

موږ زياتې تجربې او مسلکي پوهنې لرو چې د ايران د ذروي مسئلې په هکله په هراړخيز تړون کې ټاکل شوي کارونه تر سره کړو. په هراړخيزه توګه د نظارت تامينولو تړون، اضافي پروتوکول او هراړهخيز تړون په سندونو کې د ذروي پلان په هکله د ايران د اړوندو ژمنو څارنې او نظارت لپاره يو بشپړ او پياوړی ميکانيزم جوړ شوی دی.

د امنيت شورا د ٢٢٣١م پريکړه ليک له مخې د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسې به د روان کال په پای کې يو راپور وړاندی کړي او که دا تصديق کړي چې ايران په هراړخيز تړون کې اړوندې ژمنې پوره کړي، م م به پر ايران بېلا بېل بنديزونه لغوه کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای