CRI Online

په چين کې د افغانستان لوی سفير: د فاشيزم ضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب يادونه د سولې غوښتنه ده

cri     (GMT+08:00) 2015-08-27 21:25:34

 د سپتمبر درېيمه نېټه به د جاپاني تيري ضد د چينايانو جګړې او هم د فاشيزم پر ضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب د اوويايمې کاليزې د يادونې ورځ وي او په چين کې په دې هکله يو لړ فعاليتونه تر سره شي. په چين کې د افغانستان لوی سفير محمد کبير فراهي په دې وروستيو ورځو کې په بيجينګ کې وويل، په چين کې د جاپاني تيري ضد د چين د جګړې او هم د فاشيزم ضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب د اوويايمې کاليزې د لمانځنې فعاليت به نړۍ ته د تاريخ يادونې او د سولې غوښتنې خپارې کړي.

لوی سفير فراهي د چين د نړيوالې راډيو له خبريالانو سره د ځانګړې ورکړې په وخت کې وويل، چين د فاشيزم ضد په نړيوالې جګړې کې مهم رول لوبولی دی. ده وويل:

(( دوهمه نړيواله جګړه د ټولې نړۍ لپاره يو لوی ناورين و، چين په يوازې سر له تيري کوونکو سره لاس او ګرېوان و. د امريکې متحده ايالات په ١٩٤١ کال کې د اسيا او ارام سمندر په جګړه کې ګډون وکړ، تر هغه وخت پورې د چين هېواد په يوازې توګه مقابله کوله، په دې جګړه کې يې ډېرې قربانۍ ورکړې ، دا په خپله د چين هېواد د ژور او لوړ همت او مهم رول په ګوته کوي. دا څو مياشتې په چين کې د نړيوالې جګړې د پای ته رسيدو او د ٧٠ مې کاليزې د نمانځلو هلې ځلې ترسره کيږي، په نظر کې لري، چې دا ورځ د سپتمبر په درېيمه نېټه د نظامي پريډ او د نورو شاندارو مراسمو په ترڅ کې د يو تعداد هېوادونو د مشرانو او عالي رتبه هيتونو په ګډون په بېجينګ کې ونمانځل شي، دا د هر هېواد حق دی، چې د داسې پرتمينو مراسمو په جوړولو سره د تېر تاريخ ترخه يادونه په ګوته او نړۍ ته د سولې او ثبات پيغام ورسوي.))

لوی سفير فراهي وويل، افغانستان او چين دوست ګاونډي هېوادونه دي او چين په زياتو ساحو کې له افغانستان سره صميمې مرستې کړې دي. تېر کال چين ته د افغانستان د ولسمشر اشرف غني د سفر په موده کې چين اعلان کړی چې تر ٢٠١٧ کال مخکې به افغانستان ته د دوه بيليارډو يوانو په ارزښت بې ګټې اقتصادي مرستې، په چين کې د زده کړې لپاره د پنځو سوو بورسونو فرصتونه برابر کړي او په راتلونکو پنځو کلونو کې په بېلا بېلو ساحو کې څه دپاسه دري زره استعداد لرونکي افغان کسان وروزي. په همدې وخت کې چين دا ژمنه هم وکړه چې د پخوا په شان به د سيمه ييزې سولې او ثبات لپاره رغنده رول ولوبوي. لوی سفير فراهي هېله څرګنده کړه چې افغانستان او چين او د سيمې نور هېوادونه به په بېلا بېلو ساحو کې، په تېره بيا د ترهګرۍ ضد ساحه کې خپلمنځي همکارۍ لاپياوړې کړي. ده وويل:

((د چين خلک په سختو شرايطو کې د افغانانو تر څنګ دريدلي او د افغانستان سره يې د زيربنايي پروژو په جوړولو کې مرسته کړې. موږ مننه کوو له تاسو نه او هيله لرو چې د خپل نفوز څخه په استفادې چې د منطقې په هېوادونو يې لري، خپل فشارونه او هڅې ګړندۍ کړي. د افغانستان اسلامي جمهوريت او د چين ولسي جمهوريت ګاونډي هېوادونه دي، کولی شي، د تروريزم په خلاف خپلو همکاريو ته لا پرختيا ورکړي. افغان مشرانو هميشه تاکيد کړی، چې تروريزم يوازې د افغانستان لپاره نه، بلکې ټولې منطقې ته ستر ګواښ رامنځته کولی شي، د چين او افغانستان او د منطقې نورو هېوادونو ګډه صادقانه همکاري، منطقه د تروريزم له ګواښه ژغورلی شي. د چين او افغانستان ترمنځ اقتصادي، تجارتي همکاري او سرمايه ګذاري په چټکتيا سره پرمخ ځي، خو لاهم نور ډېر فرصتونه شته، چې ګټه ترې پورته کولی شو.))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای