د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په چين کې د جاپان تيري پر ضد د مبارزې او د فاشيزم پر ضد د نړيوالې مبارزې د برياليتوب د ۷۰مې کاليزې د يادونې فعاليتونو مطبوعاتي مرکز د اګست په ۲۷مه نېټه پرانيستل شو.
دغه مرکز د بېجينګ په ميډيا هوټل کې پروت دی او د مرکې کارډ د جوړولو، د مرکې د غوښتنليک د وړاندې کولو، د مرکې د ترتيبولو، د معلوماتو د برابرولو او تکنالوژۍ په برخو کې به د هانکانګ، مکاو، تايوان او د بهرنيو هېوادونو خبريالانو ته خدمتونه وکړي.
تر اوسه پورې څه باندې ۳۷۰۰ تنو چيني او بهرنيو خبريالانو د دغو فعاليتونو په اړه د مرکې لپاره نومونه ثبت کړي دي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |