CRI Online

د پاکستان د فساد ضد محکمې د پخواني لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني د نيولو حکم وکړ

cri     (GMT+08:00) 2015-08-28 08:52:00

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د فساد ضد محکمې د اګست په اوه ويشتمه نېټه د پخواني لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني د نيولو حکم وکړ چې په ضمانت سره له بند څخه به نه خوشي کېږي.

ګيلاني او د سوداګرۍ پخوانی وزير او د سوداګرۍ او پرمختګ ادارې ځينی مامورين تر دې دعوا لاندې دي چې جعلي سندونو سره د تش په نوم شرکتونو ته څو مليونه روپۍ مرستې برابرې کړې دي. د پاکستان د پلټنې متحدې ادارې محکمې ته اړوند شواهد وړاندې کړي دي.

ګيلاني په ٢٠٠٨ کال کې د پاکستان د لومړي وزير و او په ٢٠١٢ کال کې ګيلاني محکمې ته د سپکاوي تور له امله د لومړي وزير له دندې څخه ګوښه شو. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای