CRI Online

چين له پاکستان سره د لس مليارډو يوانو په ارزښت همکاريز يادښت لاسليک کړ

cri     (GMT+08:00) 2015-08-28 14:36:03

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز په فورم کې چې د شينجيانګ په کلمايي کې ترسره شو، چين له پاکستان سره د لس مليارډو يوانو په ارزښت همکاريز يادښت لاسليک کړ او په بېلا بېلو برخو کې د دواړو خواوو تر منځ همکارۍ وهڅول شوې.

د مالوماتو له مخې، د ٢٠١٣ کال په مې مياشت کې د چين او پاکستان تر منځ د اقتصادي دهليز د جوړونې وړانديز له وړاندې کېدو راهيسي،دواړو خواوو په بېلا بېلو ساحو کې تبادلې او همکارۍ ترسره کړې. د روان کال په اپريل کې په پاکستان کې د چين لخوا جوړ شوی برېښنايي سټېشن په کار ولوېد او اوس هره ورځ پنجاب ايالت ته پنځه لکه کيلوواټه ساعت پاکه  انرژۍ برابروي. برسيره پر دې، د بندر او د کب نيولو په برخو کې د دواړو خواوو تر منځ همکارۍ هم مخ په زياتېدو ده. (هيله)

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای