CRI Online

د چين د دفاع وزارت: د سپتمبر په درېيمه نېټه د چين پوځي رسم ګذشت کوم بل ځانګړي هېواد ته متوجه نه دی

cri     (GMT+08:00) 2015-08-28 16:09:21

د چين دفاع وزارت د اګست په ٢٧مه نېټه يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه تر سره کړه او د وزارت وياند يانګ يوی جون په جلا جلا توګه د سپتمبر په درېيمه نېټه د پوځي رسم ګذشت ، د چين او امريکا د الوتکو د غيرمترقبه مخامختيا د اصولو په هکله د خبرو اترو د پرمختګ او د چين او شمالي کوريا تر منځ په سرحدی سيمه کې د چيني تانکونو د راغونډېدو په اړه د ګونګوسې په شمول د تودو ټکو په اړوند د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

د سپتمبر په درېيمه نېټه پوځي رسم ګذشت په نوبتي مطبوعاتي غونډه کې د چيني او بهرنيو خبري رسنيو د پاملرنې وړ ټکی دی . د خبر له مخې ٤٩ هېوادونه او لس نړيوال سازمانونه به د بلنې په اثر په ياد پوځي رسم ګذشت کې ګډون وکړي .د خبريال د هغې پوښتنې په ځواب کې چې د چين پوځي رسم ګذشت د جاپان په مقابل کې دی که نه ؟ وياند ښاغلي يانګ داسې وويل

(اواز) دا ځل پوځي رسم ګذشت د جاپاني تيري پر ضد د چينايانو د جګړې او د فاشيزم پرضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب د ٧٠ کليزې د لمانځنې له فعاليتونو څخه يوه برخه ده او موخه يې د تاريخ او شهيدانو يادول ، له سولې سره د مينه کول او د راتلونکي پرانيستل دي . دغه پوځي رسم ګذشت د کوم بل خاص هېواد ته متوجه نه دی او هم د ننني جاپان او بيا هم جاپانيانو په مقابل کې نه دی ، دغه راز پوځي رسم ګذشت د چين او جاپان ترمنځ له اوسنيو اړيکو سره مستقيمې اړيکې نه لري. ښاغلي يانګ زياته کړه چې د روسي عسکرو صف به د بهرنيو صفونو په پاي کې وي .

(اواز) د نړيوالو قاعدو او اصولو له مخې د بهرنيو صفونو ترتيبات عموما د انګليسي حروفو سره سم ترسره کېږي ، خو په روسيه کې د خپل هېواد د دفاعي جګړې د برياليتوب د ٧٠ کليزې د لمانځنې په غرض پوځي رسم ګذشت کې د چيني عسکرو صف د ترتيب په نظر کې نيولو سره مو پرېکړه وکړه چې د روسي سرتيريو صف د نورو بهرنيو صفونو په پاي کې راښکاره شی.

د هغه سوال په ځواب کې چې وايي زياته اندازه چيني تانکونه شمالي کوريا ته نژدې چيني پولو ته حرکت کوي ، وياند يانګ وويل

(اواز) دغه خبر له حقيقت سره سمون نه لري او بيخي يوه انګازه ده . اوس د چين او شمالي کوريا پولې ارامې دي او د چين سرحدساتونکي پوځ د عادي تيارسۍ او رزنې په حال کې دي.

په خبري ناسته کې وياند يانګ د چين او امريکا د الوتکو ترمنځ د غيرمترقبه مخامختيا د اصولو په هکله خبرې اترې يادې کړې او و يې ويل چې د تېر نومبر په مياشت کې د چين او امريکا د دفاع وزيرانو د مقابل اعتماد او تفاهم نظام په هکله يادښت لاسليک کړی او له روان کال راهيسې دواړو خواوو د دواړو هېوادونو د الوتکو ترمنځ د غيرمترقبه مخامختيا په هکله د امنيتي اصولو او د پوځي بحران د خبرتيا په شمول دوو صميميتونو په باره کې څو واره بحث کړی او فعاله پرمختيا يې موندلې ده .

وياند يانګ وويل دا چې د چين او هند په پولو کې د خبرو اترو ځايونه پنځو ته زيات شوي ، له غلط قضاوت څخه د ځان ژغورلو لپاره ګټوره ده .

هغه وويل (اواز)د چين او هند د مشرانو د ګډې نظريې او د سرحدي همکارۍ د تړون له مخې دواړه خواوې به د ګډو پولو په بېلا بېلو مرحلو کې د خبرو اترو ځاي جوړ کړي . اوس دغه کار د عادي پرمختګ په حال کی دی . وياند يانګ هم خبريالانو ته له نورو هېوادونو سره د چين د پوځي مانورو په هکله مالومات ورکړي دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای