CRI Online

د پاکستان پوځ: هندي سرتيريو د هند او پاکستان ترمنځ په سرحدي سيمه کې ٦ پاکستانيان وژلي

cri     (GMT+08:00) 2015-08-28 18:14:31

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان پوځ د اګست په ٢٨ مه نېټه خبر ورکړ، چې هندي سرتيريو په همدې ورځ د هند او پاکستان ترمنځ په سرحدي سيمه کې لږترلږه د پاکستان ٦ ولسي وګړي ووژل.

د پاکستان پوځ په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، هندي ځواکونو په همدې ورځ له سرحدي سيمې څخه د پاکستان پر ځواکونو ډزې وکړې او پاکستاني ځواکونو بيا سمدلاسه پر هندي ځواکونو بريدونه وکړل . د دواړو خواوو په جګړه کې د پاکستان لږترلږه ٦ عام وګړي وژل شوي او ٤٦ تنه نور ټپيان شوي دي.

د هند په سرحدي سيمه کې د امنيتي ځواکونو يوه وياند په همدې ورځ وويل، چې د هند ترکنترل لاندې د کشمير په جامو سيمه کې د هندي او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د جګړې له امله د هند درې عام وګړي وژل شوي او ٢٢ کسان نور ټپيان شوي دي. د نوموړي په خبره په دغه جګړه کې پاکستاني ځواکونو لومړی ډزې وکړې.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای