CRI Online

د چين په پوځي پريډ کې د پاکستان ډلګی

cri     (GMT+08:00) 2015-08-29 20:22:51

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د خلکو ازادۍ ځواکونو په بلنه به د پاکستان ډلګی او پوځي پلاوی د سپتمبر په درېيمه نېټه په بېجينګ کې په هغه پوځي پريډ کې کې ګډون وکړي چې د جاپاني تېري پرضد د چينايانو د ملي جګړې او د فاشيزم پرضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب د ٧٠ مې کاليزې د يادونې په موخه ترسره شي.

د پاکستان ډلګی په جلاجلا توګه د ځمکنيو، سمندري او هوايي ځواکونو د ٨٣ تنو قوماندانو او سرتيريو لخوا جوړيږي . قوماندان محمد تياب خبريالانو ته وويل، موږ بايد تاريخ په ياد ولرو،ترې تجربې دې واخلو او د نړيوالې سولې د ساتلو لپاره هڅې وکړو. (زرينه)


1 2 3 4 5
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای